د هغو کډوالو انځور چې له مراکشه هسپانوي ملیا ښار ته ننوزي، رویترز
د هغو کډوالو انځور چې له مراکشه هسپانوي ملیا ښار ته ننوزي، رویترز

مراکش کې دوه کډوال چې د مالي له هیواد سره تړاو درلود د پولیسو له خوا د جبري انتقال په وخت کې مړه شوي. تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه کره معلومات په لاس کې نه شته.

۱۶ کلن میمون تراوره او یو بل کډوال هغه دوه کسان دي چې مراکش کې د پولیسو له خوا د جبري انتقال په وخت کې مړه شوي دي. دا خبره تېره اونۍ د مراکش د بشري حقونو د انجمن له خوا څرګنده شوه. یاد کډوال په تانجر ښار کې د پولیسو له خوا درول شوي وو.

ویل کېږي چې هغوی هغه وخت مړه شوي چې د مراکشي چارواکو په یوه سرویس کې وو. تر اوسه پورې د پېښې په هکله کره معلومات په لاس کې نه شته.

کنېترا ښار کې د بشري حقونو د سازمان یوه غړی سعید تبیل کډوال نیوز ته وایي: «دوه کډوال را ته وویل چې پولیسو په دې پېښه کې لاس لري.»

خو په همدې حال کې ځینې کډوال هم وایي چې دوی په موټر کې له پولیسو سره شخړه وکړه او بیا پر سړک وغورځېدل.

مراکشي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دا یو تصادف دی او په اړه یې څېړنې ادامه لري.

میمون تراوره د جمعې په ورځ (د اګست پر ۳۱مه نېټه) کنېترا ښار کې خاورو ته وسپارل شو. د بشري حقونو د سازمان په فیسبوک کې لیکل شوی چې د یاد کډوال ورور او د کورنۍ غړي هم په سیمه کې حاضر وو. خو دا په داسې حال کې ده چې بل کډوال تر اوسه پورې خاورو ته نه دی سپارل شوی.

د اګست له پیله راهیسې مراکش کې کډوال د پولیسو له خوا د دې هیواد سوېلي سیمو ته استول کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره لاندې لېنک کېکاږئ: مراکش کې سلګونه کډوال سوېلي سیمو ته واستول شول



 

نورې ليکنې