د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي، UNHCR
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي، UNHCR

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) عالي کمشنر فیليپو ګراندي د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد. د ښاغلي ګراندي د سفر مقصد دا دی چي د پاکستان د مشرانو سره نړۍ کې د کډوالو په حالاتو خبرې وکړي.

د خپل سفر په لومړۍ ورځ کې فیليپو ګراندي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د دې وزارت منشي آغلې تهمينه جنجوعه سره د کډوالو په اړه خبرې ارترې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې پاکستان به د افغان مهاجرینو په خپله خوښه، په عزت او تدریجي ډول واپسۍ کې هر ډول کومک کوي.

عالي کمشنر فیليپو ګراندي د لسیزو لپاره يو شمېر افغان کډوالو کوربه کولو کې د پاکستان د مېلمه پالنې لپاره ژوره ستاینه څرګنده کړه. 

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمشنر به د خپلې دورې په دوران مختلف مشرانو سره ليدلو کتلو نه علاوه خېبر پښتونخوا کې په خپله خوښه  ستنېدونکو کډوالو د مرکزونو دوره هم کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په حواله دا وخت پاکستان کې څوارلس لکو پورې ثبت شوي او پینځه ويشت لکو پوري ناقانونه افغان کډوال موجود دي.

يادې ادارې په ۲۰۰۲ کې په خپله خوښه ستنېدونکو افغان کډوالو له پاره د واپسۍ پروګرام پيل کړ چې په کې تر اوسه پورې ۴۔۳ میليونه کډوال خپل وطن ته ستون شوې دي او دغه سلسله روانه ده. 


 

نورې ليکنې