پولیسو او کډوال د مالمو ښار اورګاډیو په تمځای کې، EPA  STIG-AKE
پولیسو او کډوال د مالمو ښار اورګاډیو په تمځای کې، EPA STIG-AKE

سویډن کې د ټاکنو پر مهال د کډوالو څپه په یوه مهمه موضوع باندې بدله شوې ده. دې هیواد کې د ډېموکراټ ګوند پیاوړتیا کډوالو ته زیان رسوونکې بلل کېږي.

سویډن کې د سپټمبر ټاکنو او د ډېموکراټ ګوند پیاوړتیا کډوالو ته زیان رسوونکې بلل کېږي. د لومړنیو پایلو پر بنسټ اوس مهال یاد ګوند ۱۷ اعشاریه ۶ سلنه رای یې تر لاسه کړې.

فرانسوۍ ورځپاڼه لوموند لیکي چې د سویډن خلک د کډوالو پر ضد نه دي خو د هغوی استازي د پناه غوښتونکو په اړه ښه نظر نه لري. دا ورځپاڼه زیاتوي چې ډېموکراټ ګوند ته رای ورکول د مهاجرټ پر ضد رای ورکول بلل کېږي.

سویډن د تېرو څو لسیزو په موده کې د پوپولیستو سیاستوالو په مقابل کې مقاومت کړی دی. په ځینو مواردو کې هم دا هیواد د کډوالو کوربه هیواد ګڼل شوی دی.

سویډن کې د مهاجرت د تاریخ په اړه څو ټکي:

- مهاجرت

له ۱۸۵۰ تر ۱۹۲۰ پورې شاوخوا یو میلیونه سویډني کسان د وچکالۍ له امله شمالي امریکا ته ورځي. له دویمې نړیوالې جګرې وروسته سویډن بهرنیان هڅوي چې دا هیواد ته مهاجرت وکړي. اکثریت د دې بهرنیان له فنلنډ، ایتالیا، یونان و هسپانیا سره تړاو لري. سویډن کې دا کلونو (۱۹۵۰-۱۹۸۰) ته د سرو زرو کلونه ویل کېږي.

- د دویمې نړیوالې جګرې په موده کې

د دویمې نړیوالې جګرې په موده کې د سویډن ځینو ښاروندانو د هیتلر د رژیم پر ضد ول. د دې ښاروندانو په منځ کې تر ټولو مشهور کس سویډني ډېپلوماټ راول والنبرګ دی.   

بوداپست ښار کې راول زرګونه یهودان له مرګ څخه ژغوري او هغوی ته سویدني تابعیت ورکوي.

- د یو ستر بشري قدرت زېږېدنه

د راول له هڅو وروسته نړۍ کې سویډن بشري رول لري او په شخړو او یا بشري کړکېچو په حلولو کې فعال رول لوبوي.  

د دې کار د ترسره کولو له پاره سویډن د نړۍ په کچه د سولې او د بشري حقونو سرتېري ایجاد کوي.

- د سوېلي امریکاییانو سرپناه

سویډن د سوېلي امریکاییانو او د منځني ختیز عیسویانو سرپناه هم بلل شوی. د دې هیواد لومړي وزیر اولوف پالم له ۱۹۷۰ تر ۱۹۸۰ پورې د استقلال د جګرو اتل دی. د هغه مبارزې له ویتنامه تر سوېلي افریقا او له کمبودیا تر فلسطینه پورې پېژندل شوې دي.

له ۱۹۷۰ تر ۱۹۸۰ پورې سویډن ایراني، شیلیایي، لبناني، پولنډي او کرد پناه غوښتونکي مني. په ۱۹۹۰ کې دې هیواد کې شاوخوا ۱۲۵۰۰۰ یوګوسلاوییان رسېږي.

- د ۲۰۱۵ کړکېچ

د ۲۰۱۴م کال په اګست میاشت کې د سویډن لومړي وزیر فردریک راین فلت د دې هیواد خلکو ته وویل چې باید د هغو کډوالو هرکلی وکړي چې له سوریې، افغانستان او عراق څخه راغلي دي.

د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په میاشت کې د دې هیواد نوی لومړي وزیر استفان لوون هم د فردریک راین فلت په شان سیاست درلود.

په دې کال کې سویډن له ۱۶۰۰۰۰ زیات کډوال مني.

۲۰۱۷ کې سویډن د هغو ۵ اروپایي هیوادونو په منځ کې دی چېرې چې ډېر کډوال اوسېږي. ۲۰۱۷ کې سویډن ۳۱۲۰۰ کسانو ته قبولي ورکوي.

د سویډن هیواد شاوخوا ۱ اعشاریه ۹ میلیونه ښاروندان بهر کې زېږېدلي دي.

 

نورې ليکنې