د فرانسې د سپورټ وزیره رکسانا ماراسینو، رویترز
د فرانسې د سپورټ وزیره رکسانا ماراسینو، رویترز

رکسانا ماراسینو په ۱۹۸۴ کال کې فرانسې ته ورسېده. د رکسانا کورنۍ د کوسکو له هغه ډېکتاتوري رژیم څخه چې پر رومانیا حکومت کاوه فرانسې ته وتښتېده. وروسته له ۳۰ کلونو رکسانا د فرانسې د سپورټ وزیره وټاکل شوه.

رکسانا ماراسینو د فرانسې د سپورټ وزیره ده. رکسانا په ۱۹۹۸ کال کې د لامبو په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاته او د نړۍ اتله شوه. رکسانا په اصل کې له رومانیا سره تړاو لري او په ۱۹۹۰ کال کې فرانسوي تابعیت تر لاسه کړی.

رکسانا وایي: «فرانسه زما کوربه هیواد بلل کېږي. دا هغه انځور دی چې پلار او مور مې درلود: دوی په دې خاطر فرانسې ته راغلل. اوس مهال ډېر کسان فرانسې ته راځي خو ډېر ژر ناامیده شي.»

له مارسیه تر پاریس پورې

رکسانا په ۱۹۷۵ کال کې په رومانیا کې زېږېدلې او په ۱۹۸۴ کال فرانسې ته رسېدلې ده. په ۱۹۸۴ کې ۹ کلنه رکسانا له خپل پلار او خپلې مور سره یو ځای وه. د رکسانا پلار وزیل د خپلو خاطراتو په اړه له فرانسوۍ ورځپاڼې پاریزین سره خبرې کړې دي. وزیل چې رومانیا کې انجینیر و د دې هیواد د حکومت له خوا الجزایر ته استول کېږي خو رکسانا چې په هغه وخت کې ۶ کلنه ده رومانیا کې پاتې شي.

رومانیا کې رکسانا له خپلو تروریانو سره ژوند کوي خو بالاخره د رخصتیو له پاره الجزایر ته ورځي او له خپل پلار، مور او ورور سره یو ځای شي. بیا دوی ټول له الجزایره فرانسې ته راځي.

د رکسانا د کورنۍ کښتۍ د فرانسې په مارسۍ ښار کې بندر اچوي او رکسانا له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاریس ته راځي. خو فرانسه کې په لومړیو ورځو کې ژوند سخت دی: دوی نه کار لري نه د اوسېدو ځای، او تر هغه وخت په یوه موټر کې اوسېږي چې په برتانی کې د مهاجرو په یو مرکز کې ځان ته ځای برابروي. 

وازیل په دې اړه وایي: «موږ هېڅ شی نه درلودل. یوازې یو موټر او یو بکس راسره وو. پاریس کې مو په خپل موټر کې ژوند کاوه... بیا یو څوک موږ ته یو ادرس راکړ چې د کډوالو له پاره یو مرکز و او په برتانی کې موقعیت درلود.» رکسانا په برتانی کې له نورو کډوالو ماشومانو سره فرانسوي زده کوي.

۲۰۱۳ کې د فرانسې د سپورټ وزیره له وېست فرانس سره په یوه مرکه کې وویل: «هغه ۷ میاشتې راته ډېر مهم وو. زموږ کور تر ټولو لوی کور و.»

خو په همدې حال کې رکسانا د خپل هیواد یادونه هم ځان سره ساتي. نوموړې په ۲۰۱۷ کې وویل: «ماشومتوب کې هیواد مې راته ډېر ګران و.»

په رومانیا کې هالیوودۍ ژاولې نه وه

په ۱۹۹۸ کې رکسانا له اومانیتې سره په یوه مرکه کې د خپلو لومړیو خاطراتو په اړه وویل: «راته ژاولې ډېره ګرانه وه ځکه په رومانیا کې هالیوودۍ ژاولې موجوده نه وه. فرانسې کې مې له ژاولې سره ځانګرې علاقه پیدا کړه او په خاص ډول له هغې ژاولې سره چې د هالیوود مارک درلود.»

د رکسانا کورنۍ اول په بلوا او بیا په الزاس کې اوسېږي. الزاس کې رکسانا له لامبو سره اشنا کېږي.

رکسانا په ۱۹۹۳ کې د فرانسې لوبډلې عضویت تر لاسه کوي او په ۱۹۹۷ کې د اروپا په سیالیو کې دې هیواد ته ژېړ مډال راوړي. له دې سیالیو وروسته رکسانا په اتریش کې یو بل مډال ترلاسه کوي او په ۱۹۹۹ کال کې د سیدني په سیالیو کې هم بریالې کېږي.

له سپورټ نه پرته رکسانا د ژباړنې او د سوداګري په برخو کې هم ډېپلومونه لري. رکسانا په ۲۰۰۴ کال کې خپل سپورټي تقاعد اخلي او غواړي چې د تلویزیون او راډیو مشاوره شي.

همداراز رکسانا غواړي چې ماشومانو ته د لامبو کورسونه هم دایر کړي. د هغې په انجمن کې چې J’peux pas, G piscine نومېږي د ماشومانو له پاره داسې کورسونه شته.

په ۲۰۱۰ کال کې رکسانا سیاست ته علاقه پیدا کوي او د ایل دو فرانس د سیمه ییزې شوری عضویت لاس ته راوړي.   

 

نورې ليکنې