بلجیم کې ناقونه کډوال توقیف خونو ته اچول کېږي، د بهرنیانو اداره
بلجیم کې ناقونه کډوال توقیف خونو ته اچول کېږي، د بهرنیانو اداره

د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ۱۰مه نېټه) بروکسل د کډوالو په وړاندې خپل نوی پلان اعلان کړ. په دې پلان کې د ترانزیتي کډوالو بندي کول او د پولیسو د کنټرول د شرایطو سختول شامل دي.

بلجیم هڅه کوي چې خپل د مهاجرت سیاست سخت کړي. د اګست په میاشت کې د بلجیم حکومت پرېکړه وکړه چې له دې څخه وروسته ناقانونې کډوالې کورنۍ له خپلو ماشومانو سره بندي کېږي. د سپټمبر په ۱۰مه نېټه کې د دې هیواد چارواکي وویل چې د یوې نوې پرېکړې له مخې د کډوالو پر ضد نوي اقدامات په کار اچول کېږي.

د بلجیم د کورنیو چارو وزیر یان یامبون ویلي چې د بروکسل په شاوخوا کې یو نوی ملي مرکز د کډوالو له پاره ایجادېږي. دا سیمه چې ستینکرزیل نومېږي د هغو کورنیو ځای بلل کېږي چې د اخراج له خطر سره مخ دي. مانا یې دا چې ټول هغه کسان چې په ناقانونه ډول بلجیم ته ننوزي په دې مرکز کې بندي کېږي.

د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت د بلجیم خبري اژانس ته ویلي: «اول هغه کسان دا ځای کې بندي کېږي چې په ترانزیت کې دي. خو ورو ورو ټول هغه کسان چې په بلو سیمو کې دي دې ځای ته راوړل کېږي.»

دې مرکز کې پولیسو د کډوالو اداري دوسیې څېړي او د هغوی د ګوټو نښې اخلي. بیا د بهرنیانو ادارې په ۲۴ ساعتونو کې د دوی په هکله پرېکړه کوي. د دې پرېکړې له مخې یا مهاجر له بنده خلاصېږي او یا هم تر اخراج پورې توقیف خونه کې پاتې کېږي.

«چارواکي غواړي چې له کډوالو څخه ځان خلاص کړي »

همداراز بلجیمي چارواکي غواړي چې په توقیف خونو کې د کډوالو له پاره ځایونه له ۷۰ تر ۱۶۰ پورې زیات شي.

یو بل اقدام دا دی چې له دې څخه وروسته په لارو کې د پولیسو د کنټرول شرایط سختېږي. د دې کار د ترسره کولو له پاره هره ورځ یو سرویس د بروکسل او زیبروګ تر منځ تګ راتګ کوي.

د دې اقداماتو په مقابل بلجیم کې له کډوالو سره د ملاتړ سازمانونه سخت غبرګون ښودلي. دوی وایي چې دا د ساتنې سیاست نه بلکې د اخراج سیاست دی. د دې سازمانونو په یوه اطلاعیه کې راغلی چې «چارواکي غواړي چې له کډوالو څخه ځان خلاص کړي.»


 

نورې ليکنې