دومي د پاریس په ۱۱ سیمه کې موقعیت لري، کډوال نیوز
دومي د پاریس په ۱۱ سیمه کې موقعیت لري، کډوال نیوز

پاریس کې بې سرپرسته کډوال ماشومان کوم سازمان ته مراجعه کوي؟ دومي ته. دا چې دومي څنګه کار کوي او څوک کولای شي چې هغې ته مراجعه وکړي لاندې یې لوستلای شئ.

پاریس کې د کډوالو ماشومانو له پاره داسې یو سیستم شته چې دمی (DEMIE) نومېږي او د پاریس په ۱۱ سیمه کې موقعیت لري. دومي د هغو ماشومانو مسئولیت په غاړه لري چې پاریس ته راځي خو د اوسېدو ځای نه لري او نه پوهېږي چې څنګه خپل اداري چارې ترسره کړي.

نن پنج شنبه سهار وخت دومي ته ورځو ترڅو چې د دې سیستم د فعالیتونو په اړه معلومات تر لاسه کړو. د دومي د درازې تر شا تر ۵۰ زیات کډوال ولاړ دي چې اکثریت یې له افریقایي هیوادونو سره تړاو لري. خو د دوی په منځ کې ځینې افغان او پاکستاني کډوال هم شته.

دومي کې کډوال په یوه سالون کې ناست دي او د خپل د لیدو وخت انتظار باسی. دوی کولای شي چې دلته کتاب ولولي او یا تلویزیون وګوري. همداراز دومي هغوی ته سبا ناري هم ورکوي.  


د دومي مشره استفني لورو د دې سازمان د فعالیتونو په اړه وایي: «زموږ مسئولیت دا دی چې معلوم کړو ایا هغه کډوال چې موږ ته مراجعه کړې ماشوم دی که نه.»

هغه کډوال چې دومي ته مراجعه کوي یا د لیدو وخت لري او یا هم نه لري. دوی کله د پولیسو له خوا او کله هم د سازمانونو له خوا دومي ته معرفي کېږي.

دومي څه کوي؟

د دومي مشرې استفني لورو وایي: «دومي کې کډوال ماشومان اول ځان معرفی کوي. موږ له دوی څخه د هغوی د زېږېدو نېټې، هیوادونه، ژبې، ستونزې او نورو مسائلو په اړه پوښتنې کوو. په همدې مرکه کې را ته معلومېږي چې کډوال واقعاً ماشوم دی که نه. که کډوال ماشوم نه و نو موږ هغه ته یوه سرپناه برابروو خو له یوې ورځې وروسته یوه لیکه یې ورکړو او وایو چې ماشوم نه دی. په دې حالت کې کډوال کولای شي چې محکمې ته مراجعه کړي او زموږ د پرېکړې په وړاندې خپل مخالفت وښیي.»

خو که د کډوال ماشومتوب معلومه نه شوه نو څنګه کېږي؟ استفني وایي چې دې حالت کې لاندې فرضیه موجوده ده: لومړی دا چې د کډوالو په کیسه کې شک موجود وي. په دې حالت کې کډوالو ته د لیدو وخت ورکول کېږي او کډوال دویمې مرکې ته راځي. په دویمه مرکه کې چې تر ۲ ساعتونو پورې دوام کوي دا خبره معلومېږي چې ایا هغه ماشوم دی که نه. دا دویمه مرکه کې د کډوالو ژوند، ستونزې، د مهاجرت لاملونه، سفر او نور شیان مطرح کېږي.

د دومي ورځني فعالیتونه

دومي هره ورځ له ۹ تر ۷ بجو پورې پرانیسته ده. د دومي یو افغان کارکوونکی رحیم لطف الله په وینا هره ورځ دلته شاوخوا ۵۰ کسان راځي او وایي چې ماشومان دي. لطف الله زیاتوي: «زما کار دا دی چې له دوی سره مرستې وکړم. زه هغوی ته کتاب ورکوم، له دوی سره د مرکو په اړه خبرې کوم، دوی ته چای ورکوم او نه یې پرېږدم چې ستړي شي.»

دومي کې له ۲۰ زیات کارکوونکي شته چې هر یو یې په یوه مشخصه برخه کې فعالیت کوي. د دوی په منځ کې روان پوهان، روغتیاپالان او ۱۴ مرکه کوونکي دي. روان پوهان له هغو کډوالو سره کار کوي چې روحي ستونزې لري او روغتیاپالان له هغو کډوالو سره چې ناروغان دي. خو اصلي کار د مرکه کوونکو په غاړه کې دی. دوی معمولاً د ځېنو معیارونه پر بنسټ دا کار ته ګمارل کېږي: لکه د دوی تخصص او ژب پوهنه. دوی په عربي، فارسي، پښتو، اردو، هندي، پشه یي او... ژبو پوهېږي او له کډوالو سره د هغوی په مورنیو ژبو کې خبرې کوي.

د دومي د مشرې په وینا دوی هغو کسانو ته چې دومي ته مراجعه کوي – که ماشوم وي که نه وي – ځای برابروي. هغه زیاتوي چې د کډوالو د اوسېدو ځایونه کله په هوټلونو کې دي او کله هم په ګډو ټاټوبو کې. د استفني په خبره هره میاشت د هغو کډوالو شمېره چې دومي ته راځي له ۷۰۰ هم زیاته ده.

د دومي یو بل کارکوونکی مصطفی رشیدي وایي چې اوس مهال د افغانانو او پاکستانیانو شمېره ټېټه شوې ده خو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې دا شمېره ډېره لوړه وه.

دومي کې نجونې هم مراجعه کوي. دوی د روان پوهانو سره له مرکې وروسته یوه ګډه ټاټوبې ته استول کېږي چېرې چې له نورو نجونو سره ژوند کوي.

مرکې او پایلې یې

علي محمد یو پاکستاني کډوال دی چې له خیبر اېجنسي څخه پاریس ته راغلی دی. هغه وایي چې ۱۵ کلن دی او د ۵ میاشتو له پاره د فرانسې په کاله سیمه کې و ځکه چې غوښتل برېتانیا ته لاړ شي. له هغه څخه پوښتنه کوو چې اوس په دومي کې څه کوي. را ته وایي چې یوه کاله مخ کې هم دومي ته راغلی و. هغه اوس د خپلې مرکې په انتظار کې دی. د دې مرکې په پایله کې معلومېږي چې ایا علي محمد د ماشوم په توګه منل کېږي که نه.


د دومي د مشرې په وینا: «باید انتظار وباسو. لومړۍ مرکه کې کډوالو ته د پروسې او د هغوی د حقونو په اړه معلومات ورکول کېږي. په همدې حال کې له دوی څخه پوښتنه کېږي چې د خپل ژوند، سفر او هیواد په اړه خبرې وکړي. که د کډوالو په خبرو کې شک موجود وي نو دوی دوهمې مرکې ته رابلل کېږي. دا مرکه یو څه اوږده ده او په ترڅ کې یې کډوال مشابهو پوښتنو ته ځواب ورکوي. دا پروسه په عمومي توګه ۳ اونۍ وخت نیسي. له مرکو ورسته موږ د ماشومانو سره د ملاتړ له مرکز سره تماس نیسو او دوی د هغه د ماشومتوب په اړه پرېکړه کوي.»

الفا یو افریقایي کډوال دی چې د ګینې له هیواد سره تړاو لري. هغه اوس مهال له یوې مرکه کوونکې سره دی او پوښتنو ته یې ځواب ورکوي. یاده مرکه ژر خلاصېږي او الفا ته یو کاغذ ورکول کېږي. له مرکه کوونکې څخه د مرکې په اړه پوښتنه کوو. مرکه کوونکې وایي چې د الفا په قضیه کې شک شته ځکه داسې معلومېږي چې هغه ماشوم نه دی. «اوس موږ هغه ته د لیدو وخت ورکوو. نو الفا باید دویمې مرکې ته حاضر شي. په دویمه مرکه کې معلومېږي چې هغه ماشوم دی که نه.»


 

نورې ليکنې