د بروکسل د ماکسیمیلین پارک په شاوخوا کې، د کډوال نیوز له آرشیو څخه
د بروکسل د ماکسیمیلین پارک په شاوخوا کې، د کډوال نیوز له آرشیو څخه

بلجیم کې د دوشنبې په شپه کې ۹۷ کډوال د کنټرولو په ترڅ کې د پولیسو له خوا ونیول شول. د دې کډوالو توقیفول د بلجیم د حکومت له هغه اعلان وروسته ترسره کېږي چې په کې ویل شوی و چې د ناقانونو کډوالو په مقابل کې د کنټرول شرایطو سختېږي. بلجیم کې سازمونه وایي دا «د انسانانو ښکارول» نومېږي.

د دوشنبې پر ورځ (د سپټمبر ۱مه نېټه) بلجیمي چارواکي وویل چې دې هیواد کې د کډوالو په وړاندې د پولیسو کنټرول سختېږي. خو د شپې له خوا دا وینا عملي شوه: ۹۷ کډوال د بلجیم په شمالي سیمه کې د پولیسو له خوا ونیول شول. د VRT د تلویزیون په حواله په دې عملیات کې ۲۰۰ پولیسو ګډون درلود.

د لا زیاتو معلومات له پاره: بلجیم کې ناقانونه کډوال توقیف خونې ته اچول کېږي

ویل کېږي چې له دې څخه وروسته نیول شوو کډوال په اټوماټیک ډول بند مراکزو ته استول کېږي. د لوېدیز فلاندر والي کارل دېکالوې رسنیو ته ویلي: «نیول شوو کډوال هغه مراکزوته استول کېږي چې بند دي او کډوال نه شي کولای چې له هغوی نه بهر ته لاړ شي.»

د بلجیم د کورنیو چارو وزیر یان یامبون د اونۍ په سر کې اعلان وکړ چې بلجیم د کډوالو په وړاندې نوي اقداماتو ته لاس وهي. د دې اقداماتو په منځ کې یو هم په ستینوکېرزل ښار کې د یوي اداري مرکز جوړول دی. ویل کېږي چې له دې څخه وروسته فډرال پولیسو مسئولیت لري چې د کډوالو د ګوتو نښې اخلي او پناه غوښتونکو ته رسیدګي وکړي. خو هغه کډوال چې په ناقانونه وضعیت کې دی د بهرنیانو د ادارې تر پرېکړې پورې په توقیف خونه کې بندي کېږي.

«په اصل کې هېڅ بدلون نه راځي»

خو په همدې حال کې د بلجیم د نړیوالو ډاکټرانو مشر پییر وربیرن وایي چې یاد اقدامات نوي نه دي. هغه زیاتوي: «دا یوازې د ټاکنو له پاره ده. مخ کې له دې کډوال کمیساریو ته استول کېدل خو اوس بند مرکزونو ته. په اصل کې هېڅ بدلون نه راځي.» ښاغلی پییر د توقیفونو په اړه هم وایي: «تېر کال کې هم داسې پېښې رامنځته شوې.» خو د پییر په وینا د ناقانونو کډوالو توقیفول «د انسانانو ښکارول» نومېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ماشوم لرونکي کورنۍ له اخراج څخه مخ کې یو ځانګړی مرکز ته استول کېږي

بلجیم کې سازمانونه وایي چې د بند مراکزو پر ځای باید د هرکلي او ښودنې مرکزونه ایجاد شي. داسې مرکزونه په فرانسه کې موجود دي. د نړیوالو ډاکټرونو مشر وایي چې که یو کډوال د هرکلي او ښودنې په مرکزونو کې وي په یوه ورځ کې خرڅ یې ۳۶ یورو کېږي خو دا په داسې حال کې ده چې د هغه خرڅ په بند مراکزو کې تر ۲۷۰ یورو پورې لوړېږي.

 


 

نورې ليکنې