ایټالیا کې د ښې اړخې ګوند له پیاوړتیا وروسته د مهاجرت قانون سخت شوی. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰مه پېړۍ کې ایټالويان هم مهاجران وو. دوی یا له اقتصادي ستونزې څخه تښتېدل او یا هم د موسولیني له فاشیست حکومت څخه.
ایټالیا کې د ۲۰۱۸م کال د جون راهیسې د دې هیواد د
کورنیو چارو نوي وزیر ماتیو سالویني د مهاجرت قانون سخت کړی دی. د نوموړي د
سیاستونو پر بنسټ باید هغه ۵۰۰۰۰۰ ناقانونه کډوال چې ایټالیا کې اوسېږي له دې
هیواد څخه وشړل شي.
د ایټالیا نوي حکومت غواړي چې د کډوالو د اخراج پروسې چټک کړي او دې هیواد کې د دوی له پاره توقیف خونې جوړې کړي. ماتیو سالویني ویلي چې د ژغورنې کښتۍ حق نه لري د ایټالیا په بندرونو کې لنګر واچوي. نوموړی غواړي هغه ۵ میلیارده یورو چې هر کال د پناه غوښتونکو په چارو کې مصرفيږي قطع شي.
خو دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰مه پېړۍ کې ایټالیا د مهاجرت خاورې وه. کډوال نیوز تاسو ته د دې هیواد د مهاجرت د تاریخ په اړه معلومات درکوي.
۱. د لومړۍ نړیوالې جګرې په ترڅ کې ایټالويان چېرته تلل؟
د ۲۰مه پېړۍ په پیل کې شاوخوا ۱۰ میلیونه ایټالوي کسان له ایټالیا څخه وتښتېدل. د دوی په منځ کې ځینې کسان د امریکا د متحده ایالتونو په لور روان شول او ځینې یې هم ارجنټاین ته تلل. خو یوه برخه یې هم فرانسې ته راغلل.
د تاریخ او مهاجرت د موزیم په حواله، د لومړۍ نړیوالې جګرې په پیل کې فرانسه کې شاوخوا ۴۲۰۰۰۰ ایټالویان ژوند کول. معنا یې دا چې فرانسه کې د هغوی نفوس یوه سلنه وه.
خو پوښتنه دا ده چې دوی ولې مهاجر شول؟ ایټالیا چې یوه صنعتي نه شوې، کلیواله او بې زېربنا خاوره ده په دې وخت کې د مدرنایزېشن هڅه کوي. ایټالیا کې ۱۹۱۳ د «ستر مهاجرت» کال بلل کېږي. دې کال کې تر ۸۷۰۰۰۰ زیات کسان غواړي چې له دې هیواده ووځي.
د لومړۍ نړیوالې جګرې په پای کې د ایټالیا په وضعیت کې لا هم بدلون نه دی رامنځته شوی. دې هیواد کې شخړې مخ په زیاتېدو دي. دولت پیسې نه لري او د ایټالیا د سرتېرو د بېرته ستنېدو وروسته د وزګارتیا کچه لوړه کېږي. خو په همدې حال کې فاشیسم هم په لاره کې دی. بنیتو موسولیني وایي چې غواړي د بې نظمۍ پر ضد مبارزه وکړي.
۲. له فاشیسم او نېستمنۍ څخه تښتېدل
په څو میاشتو کې ایټالیا کې یو مستبد او فاشیستي رژیم منځته راځي. دا د مهاجرت د یوې نوې څپې شروع ده: زیات شمېر کمونېستان له فاشیستانو تښتي. خو د کډوالو په منځ کې یوازې کمونېستان نه دي: تر زرو ایټالوي کارګران هم فرانسې ته راځي او په کانونو کې کار کوي.
په ۱۹۳۱ کې فرانسه کې له ۸۰۰۰۰۰ زیات ایټالوي کډوال شته. دا څپه د دویمې نړیوالې جګرې له پیله وروسته پای ته رسېږي.
خو مهاجرت کې ژوند اسان نه دی. د مهاجرت د تاریخ متخصص ماري – کلود بلان – شالئار په وینا دې وخت کې د ایټالوي کډوالو او د فرانسویانو تر منځ د کار په اړه مشکلات موجود دي. فرانسویان وایي چې ایټالویان سالم رقابت نه کوي. دوی دا هم وایې چې ایټالوي کډوال د فرانسویانو کارونه غلا کوي. د دې شخړو تاریخي بنسټ د ایګ – مورت ټول وژنه دی: د ۱۸۹۳م کال د اګست په میاشت کې ځینې فرانسوي کارګران بعضي ایټالوي کډوال ولې وژني چې ګویا دوی د فرانسویانو کارونه غلا کړي.
۳.«ریټال» او «مکروني»
په هغه وخت کې فرانسه کې ایټالوي کډوال داسې لقبونه لري: «ریټال» او «مکروني». ایټالوي ماشومان په ښوونځیو کې هم له دې ستونزې سره مخ دي.
د هارا – کري د طنزي مجلې بنسټ اېښودونکی فرانسوا کاوانا وایي چې هغه تر اوسه پورې د خپل ماشومتوب خاطرات په یاد لري: «لس کلن وم او زموږ لقب ریټا و. خو له ریټا نه مخ کې زموږ لقب مکروني و. توکم پالنه په هر ځای کې وه: په سړکونو کې، په ښوونځیو کې، په دکانونو کې. د خلکو شعار دا و: خپل هیواد ته بېرته لاړ شه!»
له ۱۹۵۰ وروسته د ایټالوي کډوالو وضعیت په فرانسه کې ښه کېږي. خو بیا هم ناسمې کلیشې موجودې دي. د ۱۹۵۳ په یو فلم کې د لوران په نوم یو شخصیت له ایټالیا څخه تړاو لري او ډېر خطرناک بلل کېږي.
۴. ۱۹۷۰ کې ایټالیا د مهاجرت خاورې ته بدلېږي
له ۱۹۶۰ راهیسې ایټالیا ورو ورو د مهاجرت خاورې ته بدلېږي ځکه ډېر کډوال دې هیواد ته ورځي. د مثال په توګه هغه ایټالوي کسان چې سوېلي امریکا کې اوسېدل د ۱۹۷۰ د کړکېچو په ترڅ کې بېرته ایټالیا ته ورځي. دې دوره کې ایټالیا له یوې «اقتصادي معجزې» سره مخ ده.
خو بیا تاریخ سرچپه کېږي: ایټالیا هغو ارزانو کډوالو ته اړتیا لري چې کولای شي د کرهنې، ساختمان جوړولو او هوټل ساتلو په برخو کې کار کړي. په ۱۹۸۰ کې د ایټالیا ځینې ولایتونه لکه توسکان او کومپاني ناقانونه کډوال مني او دوی ته د لږې تنخواه په بدل کې کار ورکوي.
خو ایټالیا کې نوي راغلي کډوال د توکم پالنې او کرکې سره مخ کېږي. د فرانس ۲۴ خبریاله استفني ترویارد په دې اړه لیکي: «ایټالیا کې د فرانسې په شان د توکم پالنې ضد سازمانونه موجود نه وو.»