اکواریوس

د اکواریوس په نامه یوه کښتۍ چې مدیترانه کې کډوال له ډوبېدو ژغوري د یک شنبې په ورځ خپل پانامایي بیرغ له لاسه ورکړ. د بې سرحده ډاکټرانو سازمان او د اس او اس مدیترانه په نامه یو بل انجمن چې د اکواریوس مسئولیت په غاړه لري وایي چې ایټالوي چارواکي پر دوی فشار اچوي.

د یک شنبې پر ورځ (د سپټمبر په ۲۳مه نېټه) پاناما هیواد له اکواریوس کښتۍ خپل بیروغ بېرته واخیست. اکواریویس یوازنۍ کښتۍ ده چې د مدیترانې په سمندرګۍ کې کډوال له ډوبېدو ژغوري.

په همدې حال کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان او اس او اس مدیترانه وایي چې ایټالوي چارواکي پر پاناما فشار اچولی ترڅو چې یاد هیواد خپل بیرغ له اکواریوس کښتۍ بېرته واخلي.

معنا یې دا چې که اوس اکواریوس د کوم اروپایي هیواد په بندرونو کې لنګر واچوي نو خپل پانامایي بیرغ له لاسه ورکوي او بې بیرغه پاتې کېږي.

مدیترانه کې «سمندرۍ هدیره»

اس او اس مدیترانه او د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په یوه خبرنامه کې لیکي، ایټالوي چارواکي پر پاناما هیواد داسې فشار اچولی چې په پایله کې یې سلګونه سړي، ښځې او ماشومان د مدیترانې په «سمندرۍ هدیره» کې قرباني کېږي.

په دې خبرنامه کې راغلی چې ایټالوي چارواکي غواړي کډوال مدیترانه کې ډوب شي خو دې هیواد ته لاړ نه شي.

دوی له اروپایي هیوادونو غواړي اکواریوس ته اجازه ورکوي چې خپل ماموریت ته دوام ورکړي. اوس مهال اکواریوس په مدیترانه کې دی او په کې ۵۸ کډوال شته.

«د ایټالیا بندرونه د کډوالو پر مخ بند پاتې کېږي»

خو دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په دې هکله څه نه دی ویلی. له دې څخه مخکې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي و چې اکواریوس د لیبیا د ساحلي ګارد کارونه ځنډولي.

د دې هیواد په یوه رسمي خبرنامه کې ویل شوی چې: «دوی کولای شي چې د خپلې کښتۍ نوم بدل کړي خو د ایټالیا بندرونه د کډوالو پر مخ بند پاتې کېږي.»

د یادونې وړ ده چې د پنج شنبې پر ورځ (د سپټمبر ۲۰مه نېټه) د اکواریوس د عملې او د لیبیا د ساحلي ګارد ترمنځ په هغه مهال شخړه رامنځته شوه چې اکواریوس وویل حاضر نه دی ژغورل شوي کډوال لیبیایي چارواکو ته تسلیم کړي. د دې کښتۍ د عملې په وینا لیبیا د کډوالو له پاره مطمئن هیواد نه ګڼل کېږي.


*د فرانسې له خبري اژانس سره


 

نورې ليکنې