افغان کډوال د پاریس د هرکلي او د ازمایلو د مرکز تر مخ، کډوال نیوز
افغان کډوال د پاریس د هرکلي او د ازمایلو د مرکز تر مخ، کډوال نیوز

د پاریس په شمالي سیمه کې د هرکلي او د وضعیت د ازمویلو مرکز کډوالو ته دا زمینه برابروي چې د څو ورځو له پاره دې ځای کې و اوسېږي او د پناه غوښتنونه یې په ایل دو فرانس قوماندانۍ کې ثبت کړي. د دوسیې د ثبتولو وروسته دوی د فرانسې نورو مرکزونو ته استول کېږي. کډوال نیوز تاسو ته په دې اړه معلومات درکوي.

د پاریس د هرکلي او د وضعیت د ازمویلو په مرکز کې (CAES) ځینې کډوال ناست دي او په خپلو تېلېفونو کې لوډو کېنګ لوبوي.

محمد چې یو افغان کډوال دی وایي ۶ ورځې کېږي چې له خپلو دوستانو سره دې ځای کې اوسېږي. هغه زیاتوي چې د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې فرانسې ته رسېدلی خو له پناه غوښتنې وروسته منفي ځواب تر لاسه کړ. بیا محمد د یوه ملګري په واسطه د «دانفر روشرو» د کډوالو یو مرکز ته تله او له هغه مرکز څخه دې ځای ته انتقال شو. هغه په دې اړه وایي: «له دې څخه مخکې سړکونو کې مې ژوند کاوه.» اوس محمد غواړي چې د فرانسې د مهاجرت سازمان د دغې پرېکړې بیا کتنې له پاره درخواست وکړي او ځان ته مدافع وکیل واخلي.

د پاریس د قوماندانۍ مرستیال آنتوان تروسار په وینا د کډوالو د هرکلي او د وضعیت د ازمویلو مرکز د ۲۰۱۸م کال د جون په میاشت کې پرانیستل شو او د ۱۵۰ کسانو له پاره ځای لري. دې ځای کې پناه غوښتونکي د څو ورځو له پاره ژوند کوي. «منل شوي کډوال کولای شي چې تر ۱۱ ورځو پورې دلته واوسېږي. دې موده کې د دوی روغتیایي ازموینې ترسره کېږي او غوښتنونه یې پره فکتور یا د پولیسو په قوماندانۍ کې ثبتېږي.»


پاریس کې د کډوالو د هرکلي او د وضعیت د ازمویلو مرکزونه هغه وخت ایجاد شول کله چې د فرانسې دولت «پورت دو لا شاپل» کې د کډوالو د هرکلي لومړي مرکزونه د مارچ په میاشت کې وتړل. د ایل دو فرانس په سیمه کې ټولټال ۵ مرکزونه شته: پاریس، نانتر (اوت – دو – سن)، وو – لو – پنیل (سن و مارن)، ریس اورانژي (اسون)، او سرژي (وال دواز) کې.

د آنتون تروسار په وینا په دې مرکزونو کې ۷۵۰ کسان ژوند کولی شي. دوی د یوې لنډې مودې وروسته نورو مراکزو ته استول کېږي: لکه CAO، CADA او Prahda.

آنتون تروسار زیاتوي چې کډوال نه شي کولای په مستقیم ډول د هرکلي او د وضعیت د ازمایلو مرکزونو ته مراجعه وکړي. «هغه کډوال چې دلته اوسېږي د فرانس تر دزیل د سازمان د ګزمو په ترڅ کې د پاریس ورځنیو مرکزونو ته انتقال کېږي. دوی د خپل وضعیت له ازموینې وروسته دلته راځي.»

د دې مرکز د دویم پړاو په یوه کوټه کې افغان کډوال فریض الله، هادي، رجب او حسین ناست دي او یو بل سره خبرې کوي. فریض الله په خندا سره وایي، ۶ ورځې کېږي چې دلته اوسېږي. هغه زیاتوي چې فرانسه کې د هغه د ګوتو نښې اخیستل شوې خو اوس ډوبلیني دی ځکه له دې څخه مخکې په المان کې و. «هر ځای ته ځم خو بیا افغانستان ته نه ځم.»


د ادومې د سازمان مشره مریم برغوتي چې د کډوالو د هرکلي او د وضعیت د ازمویلو مرکزونو مسئولیت په غاړه لري وایي دې مرکز کې د افغان کډوالو شمېره زیاته ده. «تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰۰۰ افغانان دلته راغلي دي.»

د مریم برغوتي په وینا یاد مرکز کې دوه کسان چې د ټولنیزو په چارو کې کار کوي او څلور نور کارکوونکي د کډوالو د پناه غوښتلو دوسیې کارونه ترسره کوي. په همدې حال کې د پاریس د هرکلي او د وضعیت د ازمویلو مشر ژروم ترونو وایي د کارکوونکو په منځ کې ځینې کسان د کډوالو په ژبو پوهېږي. خو که ضرورت وي نو نوي ژباړونکي هم شته.  

د یادونې وړ ده چې پاریس کې هغه کډوال چې په سړکونو کې اوسېږي د دې مرکز په اړه هېڅ نه پوهېږي.

یو ۲۸ کلن سوداني کډوال محمد وایي چې ډېرې شپې یې په سړکونو کې تېر کړې او یوه میاشت کېږي چې د فرانس تر دزیل د کارکوونکو په مرسته له دې مرکز سره اشنا شوی دی.

خو په همدې حال کې له مهاجرو سره د ملاتړ سازمانونه وایي چې تر اوسه پورې شاوخوا ۷۰۰ کډوال (سړي، ښځې او ماشومان) د پاریس د پورت دوبریلیې په سړکونو کې اوسېږي.

 

*****

د لا زیاتو معلوماتو له پاره:

پاریس کې کډوال لومړی باید د هرکلي ورځنيو مراکزو ته مراجعه وکړي.

د نارینو له پاره:

Paris Centre 1 : 1 bd du Palais, 75004 Paris

Paris Sud : 82 av Denfert-Rochereau, 75014 Paris

د کورنیو له پاره:

3 rue de Lesdiguières, 75004 Paris


 

نورې ليکنې