بریتانیا کې اووه قاچاق وړونکي په حبس محکوم شول، د ملي جرایمو اژانس
بریتانیا کې اووه قاچاق وړونکي په حبس محکوم شول، د ملي جرایمو اژانس

لندن کې یوه محکمه د جمعې په ورځ (د اګست ۲۱مه نېټه) اووه قاچاق وړونکي په ۶ تر ۹ کاله حبس محکوم کړل. یاد قاچاق وړونکي په اصل کې بریتانوي او آلبانیوي دي. له دوی سره د قاچاقي سفرو لګښت ۷۰۰۰ یورو و.

کاله کې مېشت کډوال حاضر دي بریتانیا ته د رسېدلو له پاره له هره ممکنه وسیلې څخه کار اخلي. له همدې کبله قاچاق وړونکي دوی د ډېرې پیسې په بدل کې بریتانیا ته وړي. خو د هغوی سمندري سفر په ځینو حالاتو کې ډېر خطرناک بلل کېږي.

د جمعې په ورځ لندن کې د الد بېلې محکمې ۵ داسې کسان په ۶ تر ۹ کاله حبس محکوم کړل چې د انساني قاچاقو په کار بوخت وو.

د ۲۰۱۶م کال له اپریل تر اګست پورې یاد قاچاق وړونکي ډېر کسان له فرانسې څخه بریتانیا ته په وړوکو بېړیو کې انتقال کړل. کډوال مجبور وو چې د دې قاچاقي سفر له پاره هغوی ته ۷۰۰۰ یورو ورکړي.

فرانسوۍ ورځپاڼه لو پاریزین د بریتانیا د ملي جرم اژانس مارک مک کورمک له قوله وایي: «البانوي قاچاق وړونکي د سفر اجنټان وو خو بریتانیاوي قاچاق وړونکي د سفر په ترڅ کې له دوی سره ول.»

د ۲۰۱۶م کال د مې په میاشت کې بریتانوي څېړونکي د دیمچارچ په سیمه کې یوه بېړۍ پیدا کوي چې پکې د ژغورنې ډېر واسکټونه دي. د څېړنو په ترڅ کې معلومېږي چې یاده بېړۍ څو ورځې وړاندې د لئونارد پاول له خوا اخیستل شوې ده.

د ۲۰۱۶ د مې په ۲۶مه نېټه کې فرانسوي پولیسو یوه داسې کښتۍ په نښه کوي چې کالې ته نژدې کېږي او ساحل کې ۱۷ کسان د هغې انتظار باسي. خو د کښتۍ کپیتان البرت لېچفورد ډېر ژر له ساحل څخه لرې کېږي.

په همدې حال کې د مې په ۲۸مه نېټه جورج پاول غواړي چې په یاده بېرۍ کې ۱۸ کډوال د مانش له سمندر څخه تېر کړي. خو د هوا د خرابېدو له امله یاده کښتۍ د بریتانوي ساحلي ګارد له خوا په نښه کېږي. د مارک مک کورک په وینا: «کښتۍ ټېل نه درلود. کډوال په ناوړه وضعیت کې وو خو قاچاق وړونکي د ژغورنې واسکټونه درلودل.» یاده بېړۍ کې شاوخوا ۲۰ کسان موجود وو.

همداراز د جولای په ۲۶مه نېټه د قاچاق وړونکو یوې بلې کښتۍ غواړي چې له مانشه تېر شي خو د ټېل له کمېدو سره مخېږي. د مارک مک کورک په وینا د قاچاق وړونکو په منځ کې هېڅوک نه پوهېده چې څنګه کښتۍ وچلوي. دوی د اګست په میاشت کې د بریتانوي څېړونکو له خوا ونیول شول.


 

نورې ليکنې