۲۰۱۷ کې کډوال په پورت دو لا شاپل کې، مهدي شبیل
۲۰۱۷ کې کډوال په پورت دو لا شاپل کې، مهدي شبیل

فرانسه او په ځانګړې ټوګه پاریس کې د اوسېدو ځای پیدا کول سخت کار دی. دې مطلب کې کډوال نیوز تاسو ته په دې هکله کره معلومات درکوي.

د پاریس د غیرقانوني کمپونو له تخلیې وروسته د فرانسې دولت هڅه کوي چې کډوالو ته د اوسېدو نوي ځایونه برابر کړي، لکه د منلو او د ازمایلو مرکزونه (CAES). په دې مرکزونو کې کډوال کولای شي چې هم د اوسېدو ځای پیدا کړي او هم خپل اداري وضعیت معلوم کړي.

خو سره له دې چې پاریس کې داسې مرکزونه شته، تر اوسه پورې سلګونه کډوال د دې ښار په سړکونو کې شپه او ورځ تېروي - په ځانګړې ټوګه د پاریس د اوبرویلیې په سیمه کې. دوی نه پوهېږي چې څنګه یاد مراکزو ته لاړ شي او ځان ته د اوسېدو ځایونه برابر کړي. د دوی په منځ کې ځینې کسان هم موجود دي چې اصلاً نه پوهېږي داسې مراکز هم شته که نه. د فرانسې د دولت له خوا جوړ شوي مرکزونه د ټولو کډوالو له پاره دي: دوی چې اسناد نه لري، دوی چې ډوبلیني دي او دوی چې پناه غواړي.

په همدې حال کې پاریس کې ځینې سازمانونه لکه یوتوپیا ۵۶ هڅه کوي چې کډوالو ته د فرانسوي ښاروندانو په کورونو کې هم ځای برابر کړي. ځینې سازمانونه لکه اورور هم هغوی ته سبا ناري ویشي. همداراز د نړیوالو ډاکترانو سازمان کډوالو ته روغتیایي خدمات برابروي.

کډوال نیوز تاسو ته پاریس کې د اوسېدو ځای د پیدا کولو په اړه معلومات درکوي.


 

نورې ليکنې