اکواریوس یا د اس او اس مدیترانې سازمان کښتۍ، کډوال نیوز
اکواریوس یا د اس او اس مدیترانې سازمان کښتۍ، کډوال نیوز

د یک شنبې پر ورځ (د سپټمبر ۳۰مه نېټه) اکواریوس کښتۍ کې ۵۸ سپاره کډوال مالتا ته یووړل شول. دوی له څور ورځو راهیسې په سمندر کې وو.

د یک شنبې پر ورځ (د سپټمبر ۳۰مه نېټه) اکواریوس کښتۍ کې ۵۸ سپاره کډوال مالتا ته انتقال شول. مدیترانه کې د هوا د خرابېدو له امله دوی د څو ورځو له پاره اکواریوس کې بند پاتې وو.  

یاد کډوال چې له لیبیا، سوریې، فلسطین، سومالیا او پاکستان هیوادونو سره تړاو لري په سپټمبر میاشت کې د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورل شوي وو. د دوی په منځ کې ۷ کورنۍ او درې ماشومان هم شته.

اکواریوس چې مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې وروستنۍ کښتۍ بلل کېږي د هوا د خرابېدو په خاطر د ۵ ورځو له پاره په سمندر کې بند پاتې و.

د سه شنبې په ورځ فرانسه، هسپانیا، پورتګال او جرمني پرېکړه وکړه چې یاد کډوال ومني. دا په داسې حال کې ده چې ایټالیا د هغوی پر مخ خپل بندرونه تړلي. 

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: اکواریوس د لیبیا له ساحلي اوبو څخه لرې کېږي

د څلورو اروپایي هیوادونو د پرېکړې پر بنسټ یاد کډوال د دې هیوادونو ترمنځ ویشل کېږي. اټکل شوې ده چې فرانسه ۱۸، جرمني او هسپانیا ۱۵ او پورټګال ۱۰ کډوال ومني.

 

* اصلي سرچینه: رویترز

 

نورې ليکنې