که چېرې تاسې د مدیترانې په سمندرګۍ کې یاستۍ او له ستونزو سره مخ یئ، کولی شئ چې ۰۰۳۳۴۸۶۵۱۷۱۶۱ ته تېلېفون وکړئ. دا د رضاکارانو د یوې ډلې شمېره ده. دوی له ساحلي ګارد سره په تماس کې دي.
الارم فون چې په ۲۰۱۴ کې جوړ شوی د هغو کډوالو له پاره دی چې د مدیترانې په سمندرګۍ کې (له اژې سمندره تر البورانه پورې) له ستونزو سره مخ شوې دي. سلګونه رضاکاران هره ورځ د ۲۴ ساعتونو له پاره په الارم فون کې کار کوي. یاد خدمات په ۱۵ ژبو کې موجود دي.
الارم فون کې یو رضاکار حاتم کډوال نیوز ته وایي: «د ژغورنې عملیاتو ترسره کول زموږ کار نه دی. موږ یوازې چارواکو ته د کډوالو په اړه خبر ورکوو.»
تاسو په مدیترانه کې یاستئ او مرستو ته اړتیا لرئ؟
· ساحلي ګارد ته تېلېفون وکړئ: لاسي تېلېفونونه یوازې په ساحلي اوبو کې کار کوي.
· ساحلي ګارد تاسو ته ځواب نه درکوي؟ الارم فون ته تېلېفون وکړئ: ۰۰۳۳۴۸۶۵۱۷۱۶۱
یو رضاکار تاسو ته ځواب درکوي.
هغه کس چې تاسو ته ځواب درکوي له تاسو څخه د ځینو مسائلو په اړه پوښتنه کوي. تاسې باید لاندې پوښتنې ته دقیق ځواب درکړئ:
- ایا له ساحلي ګارد سره په تماس کې یاستئ؟
- چېرته یاستئ (ستاسو موقعیت په جي پي اس کې)؟ یاد موقعیت د لاسي تېلېفونونو په واسطه معلومېږي. که لاسی تېلېفون نه لرئ نو ځینو مهمو نښو ته اشاره وکړئ: ټاپوګانې، کښتۍ، پلټفارمونه...
- څو بجې دي؟ ستاسو بېړۍ له کوم ځای څخه حرکت کړې ده؟
- چېرته روان یئ؟
- ستاسو د بېړۍ نښې: ډول، اندازې، رنګ، وضعیت...
- بېرۍ کې څومره کسان شته؟ د ښځو، سړي او ماشومانو شمېر.
- ایا په بېړۍ کې ټپی شوی کدوال هم شته؟ ایا روغتیایي خدماتو ته اړتیا لرئ؟
په پام کې ونیسئ چې د امنیتي لاملونو په خاطر ستاسو خبرې اترې ثبتېږي.
· الارم فون له ساحلي ګارد او یا بشري کښتیو سره تماس نیسي. که پر وخت اقدام و نه شو نو الارم فون حق لري چې تجارتي کښتیو ته د کډوالو د وضعیت په اړه خبر ورکړي.
· الارم فون ته یو ځل بیا زنګ ووهئ.