یو کډوال د پاریس په لا شاپل سیمه کې، مهدي شبیل
یو کډوال د پاریس په لا شاپل سیمه کې، مهدي شبیل

کله چې فرانسه کې ستاسو پناه غوښتنه او استیناف ردېږي، نو مکلف یئ چې د دې هیواد له خاورې نه ووځئ. خو پوښتنه دا ده چې دا کار څنګه ترسره کېږي. کډوال نیوز تاسو ته په دې اړه معلومات درکوي.

ایا ستاسو پناه غوښتنلیک د اوفپرا یا د فرانسې د مهاجرت سازمان او د فرانسې د پناه غوښتلو ملي محکمې له خوا رد شوی دی؟ که ځواب مثبت وي نو ستاسو د اخراج پروسه پیلېږي.

۱. څنګه وپوهېږم چې باید له فرانسې نه ووځم؟

ستاسو د پناه غوښتنلیک تر ردېدو وروسته د فرانسې د پولیسو قوماندانۍ تاسو ته یوه لیکه درلېږي چې د فرانسې خاورې د پرېښودلو مکلفیت (OQTF) نومېږي. د دې سند له تر لاسه کولو وروسته تاسو ته یوه میاشت او ۴۸ ساعتونه وخت ورکول کېږي چې له فرانسې نه ووځي.

د پولیسو په لیکه کې راغلي چې، که چېرې په خپله خوښه له فرانسې څخه نه ووځئ نو د چارواکو له خوا یو ټاکل شوی هیواد ته استول کېږئ.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه کې د پناه غوښتلو لارښوود

د سیماد یوه غړي کډوال نیوز ته وویل چې د ردېدنې په حالت کې کډوال باید د قانون له مخې د خپل اوسېدو ځای څخه ووځي. خو دا کار باید د قاضی تر پرېکړې وروسته ترسره شي. په همدې حال کې د یو بل قانون له مخې د یو بدیل ځای د نشتوالي په حالت کې کډوال د خپل په اوسېدو ځای کې پاتې کېږي.

که چېرې کډوال وغواړي چې خپل هیواد ته بېرته ورشي نو اوفي یا د مهاجرت او ادغام سازمان ورسره مرسته کوي.

۲. د خاورې د پرېښودلو وېش مهال څه معنا لري؟

له ردېدنې وروسته تاسو ته یوازې د ۳۰ ورځو له پاره وخت ورکول کېږي چې له فرانسې نه ووځي.

دا وېش مهال په استثنایي حالاتو کې تمدېږي. د پولیسو قوماندانۍ حق لري چې ستاسو د تمدید غوښتنه ومني.

خو د فرانسې د پولیسو د رسمې سایټ په حواله په ځینو حالاتو کې د پولیسو د قوماندانۍ په لیکه کې درج شوی چې تاسو باید په ۴۸ ساعتونو کې له فرانسې نه ووځي. یاد شرط د هغو کډوالو له پاره دی چې عامې نظم ته خطرناک ګڼل کېږي، د تقلب له کبله اقامت کارټ نه شي اخیستلی، او یا هم دوی چې تښتي.

کلېمانس ریشار وایي چې په دې حالاتو کې کډوال په توقیف خونه کې بندي کېږي. هغه کډوال چې په سړکونو کې د پولیسو له خوا درول کېږي هم د دې قاعدې تابع دي.

۳. د ۳۰ ورځو پر مهال مکلفیتونه مې څه دي؟

د پولیسو قوماندانۍ حق لري له تاسو وغواړي چې د ۳۰ ورځو پر مهال اونۍ کې درې ځل د پولیسو قوماندانۍ، کمیساریا او یا ژاندارمري ته ورشئ.

په همدې حال کې له تاسو څخه غوښتل کېږي چې د خپل سفر په اړه معلومات درکړئ. د فرانسې د پولیسو د سایټ له مخې، «پولیسو کولای شي چې ستاسو پاسپورت یا پېژندپاڼه ضبط کړي او په بدل کې یې یو نوی سند درکړي. دا سند ستاسو نوې پېژندپاڼه ده او په کې ستاسو د اخراج وېش مهال درج شوی.»

کلېمانس ریشار په دې اړه وایي: «د دې اقداماتو له مخې کډوال یا د هوا له لارې اخراجېږي او یا هم توقیف خونو کې بندي کېږي. خو کله کله ځینې کورنۍ په خپلو کورونو کې د پولیسو له خوا نیول کېږي.»

۴. ۳۰ ورځې تېرې شوې خو زه لا هم په فرانسه کې یم، اوس به څه کېږي؟

که د خپل وېش مهال په پای کې لا هم په فرانسه کې یاستئ نو توقیف خونې ته استول کېږئ. د پولیسو قوماندانۍ تاسو ته یو داسې سند درکوي چې فرانسې ته د بیا راتلو ممانعت نومېږي.

په دې حالت کې فرانسوي چارواکي ستاسو د سفر مقدمات برابروي. ممکن دی چې په داسې حالت کې تاسو خپل هیواد ته بېرته اخراج وشئ: خو یوازې په دې شرط چې دلته ستاسو ژوند په خطر کې نه وي. دا هم ممکنه ده چې تاسو یو بل هیواد ته اخراج وشئ: لکه هغه هیواد چې تاسو ته د سفر سند درکړی او یا هم داسې یو هیواد چېرې چې ستاسو د قبولي زمینه برابره وي.

۵. ایا په دې حالت کې بیا کتنه ممکنه ده؟

ستاسو د پناه غوښتنې له ردېدنې وروسته تاسو ته د ۱۵ ورځو له پاره وخت ورکول کېږي چې د خپلې سیمې یوې اداري محکمې ته مراجعه وکړئ.

تاسو کولای شئ چې د فرانسې د اخراج مکلفیت او فرانسې ته د بیا وتلو ممانعت پر وړاندې اعتراض وکړئ.

د استیناف پر مهال تاسو فرانسه کې پاتې کېږئ. که چېرې ستاسو استیناف رد شو نو بیا هم حق لرئ چې د بیا کتنې درخواست وکړئ.

کلېمانس ریشار په دې اړه وایي: «که چېرې تاسې لا هم په فرانسه کې پاتې شئ نو پولیسو ستاسو د توقیف حق لري.»

د یادونې وړ ده چې تاسو حق لرئ چې ځان ته وکیل واخلئ. کولای شئ چې په ځینو مواردو کې د خپل وکیل د تنخواه له پاره له قضایي مرستې څخه هم برخمن شئ.


 

نورې ليکنې