د پالي کاو د سړک هغه باغ چېرې چې کډوالو ته غذا ورکول کېږي. بهار ماکوی، کډوال نیوز
د پالي کاو د سړک هغه باغ چېرې چې کډوالو ته غذا ورکول کېږي. بهار ماکوی، کډوال نیوز

له تېرو دوو کلونو راهیسې د میدي دیو مي (Midis du Mie) د سازمان رضاکاران هغو کډوالو ته خواړه ورکوي چې د ځینو لاملونو له کبله غوښتنې یې د ماشومانو سره د ملاتړ ادارې له خوا ردې شوې دي. خواړه، اداري مرستې، د اوسېدو ځای...

اوس د سهار لس و نیم بجې دي او د میدي دیو مي د سازمان ځینې رضاکاران د دومي په شاوخوا کې راټول شوي. دومي یا هغه سازمان چې د سره صلیب له خوا اداره کېږي او د پاریس په ۱۱مه ناحیې کې موقعیت لري. دې ځای کې د ماشومو کډوالو وضعیت ارزول کېږي او بیا دوسیې یې له ماشومانو سره د ملاتړ سازمان (Aide Sociale à l'Enfance) ته استول کېږي. خو دمي په اکثرو مواردو کې د کډوالو دوسیې ردوي.  

نن سهار د میدي دیو مي بنسټ اېښودونکې اګاتا د ګزمې مسوولیت په غاړه لري. هغه غواړي چې له بې سرپرسته کډوالو سره مرسته وکړي. اګاتا اوس هڅه کوي چې له ۱۷ کلن افغان کډوال یما او ورور یې شریف سره وګوري چې د پورت دو لا شاپل سیمې په سړکونو کې شپه او ورځ تېروي.

یما او شریف د سپټمبر پر ۲۰مه نېته د خپلې دومې مرکې له پاره دومي ته ورځي خو د هغوی د مرکې پایلې منفي دي. یما وایي: «دوی زموږ د سفر په هکله پوښتنه کوي. خو په پای کې وایي چې لاړ شه، ته ماشوم نه یې.» یما خپل سند اګاتا ته ورکوي او وایي چې د ماشومانو محکمې د دې سند اصلي نسخې غواړي. خو دا سند څه دی؟ افغاني پېژندپاڼه یې. دومي کې له ردېدنې وروسته یما او شریف غواړي چې محکمې ته مراجعه وکړي. اګاتا ور ته وایي: «د سند د اصلي نسخې د تر لاسه کولو له پاره تاسو یو ادرس ته اړتیا لرئ.» او بیا دوی ته د کامر سازمان (Camres) ادرس ورکوي.

شاوخوا ۱۵۰ کډوال د غذا په انتظار کې دي، کډوال نیوز

اګاتا چې د اداري پروسې سره اشنا ده وایي: «اوس دوی لالهانده ګرځي. کله چې فرانسوي مکتوبونه تر لاسه کوي نه پوهېږي چې هلته څه شی لیکل شوی دی. موږ له هغوی سره مرسته کوو او ور ته وایو چې څه باید وکړي.» په همدې حال کې اګاتا د یما او شریف د پېژندپاڼې عکسونه هم اخلي.

د پنج شنبې او جمعې په ورځو کې کډوالو تو خواړه ورکول

۱۶ کلن عبدل چې له ساحل عاج سره تړاو لري دا جرات نه کوي چې هغه صف ته نژدې شي چېره چې کډوالو ته خواړه ورکول کېږي. اوس هوا یخه ده. عبدل وایي چې وږی دی او په سړکونو کې شپه تېروي.  

میدي دیو مي هره پنج شنبه او جمعه کډوالو ته د پالي کاو (Pali-Kao) د سړک په باغ کې خواړه ورکوي. اګاتا عبدل ته وایي: «موږ له تا سره مرسته کوو. ته یوازی نه یې. تشویش مه کوه.»

د همدې ناحیې په پلس د لا فونتېن او روا (Place de la Fontaine au Roi) کې تر لسو زیات ځوانان ولاړ دي. د هغوی غوښتنې هم د دومي له خوا رد شوې دي. اوس دوی دلته انتظار باسي ترڅو چې د شپې له پاره په یو هوټل کې ځای پیدا کړي. اګاتا ور ته وایي: «تاسې نه شئ کولی چې تر ۴ بجو پورې انتظار وباسئ. راځئ غذا وخوړئ!»

د میدي دیو مي رضاکاران کډوالو ته خواړه ورکوي، کډوال نیوز

میدي دیو مي سازمان په ۲۰۱۶ کې د اګاتا له خوا جوړ شوی او د هغې د ملګرو او د سیمې د اوسېدونکو په مرسته کډوالو ته خواړه ورکوي. اوس مهال میدي دیو مي ۳۰۰ غړي لري.

اعتماد او یو بل باندې باور

پال د دې سیمې یو اوسېدونکی دی چې اوس تقاعد شوی. هغه هره پنج شنبه او جمعه د پالي کاو د سړک باغ ته راځي او ځان سره له ۸ تر ۱۰ کیلو کېلې راوړي. نن دې باغ کې کډوالو ته نسک او وریژي ورکول کېږي.  

څو شېبې وروسته شاوخوا ۳۰ نور کډوال هم باغ ته راځي. دوی د کورون د کتابتون له فرانسوي کورس څخه راغلي. د کډوالو په منځ کې لوی کسان هم شته. د خواړې د ویشلو په وخت کې کډوال له یو بل سره خبرې کوي.

اوس یو کډوال له اګاتا څخه د موبایل کرېډېټ غواړي ترڅو چې خپل مور او پلار ته زنګ ووهي.

د سیمې یو اوسېدونکی پال هره جمعه کډوالو ته له ۸ تر ۱۰ کیلو کېلې راوړي، کډوال نیوز

رضاکاران نه غواړي چې کډوال په سړکونو کې پاتې شي

میدي دیو مي هڅه کوي چې ځینو ژڼکیو ته د اوسېدو ځایونه هم برابر کړي. نن عبدل هغه کډوال دی چې له ستونزو سره مخ دی. دمي سره د هغه د مرکې وخت نژدې کېږي. اوس عبدل په صف کې دی او د غذا انتظار باسي. په ۱۲ و نیم بجو کې باغ کې شاوخوا ۱۵۰ کډوال شته.

د غرمې ناري په پای کې اګاتا عبدل ته یو تېلېفون او یو فرانسوي سیم کارټ ورکوي. ماسپېښېن کې عبدل ور ته زنګ وهي او وایي چې غوښتنه یې د دومي له خوا رد شوې ځکه نوم یې د وال – دو – مارن په ډېپارتمنت کې ثبت دی.

اوس عبدل نه پوهېږي چې څه باید وکړي. د میدي دیو مي رضاکاران عبدل ته وایي چې باید شاور واخلي او ور ته کالي ورکوي.


*****

ادرسونه:

د میدي دیو مي سبا ناري: له دوشنبې تر چهارشنبې له ۱۰ تر ۱۲ بجو پورې

rue du Moulin Joly, à côté de la Croix-Rouge, 75011 Paris.. Métro : Couronnes (ligne 2)

د میدي دیو د غرمې ناري: له پنج شنبې تر جمعې پورې په ۱۲ بجو کې

Jardin de la rue Pali-Kao, 75020 Paris. Métro : Couronnes (ligne 2)

د پاریس دګزیل فرانسوي کورس: له پنج شنبې تر جمعې له ۱۰ تر ۱۲ بجو پورې

Bibliothèque Couronnes, 66 rue Couronnes. Métro : Couronnes (ligne 2)

د کامر سازمان: 11, Passage Dubail, 75010 PARIS. Tel : 01 40 38 44 88

دمي ۷۵: له دوشنبې تر جمعې له ۹ تر ۵ بجو پورې

5 rue du Moulin Joly, 75011 Paris. Métro : Couronnes (ligne 2)

 


 

نورې ليکنې