دومنیکو لوکانو په ریاچ کې، ۲۰۱۶، رویترز
دومنیکو لوکانو په ریاچ کې، ۲۰۱۶، رویترز

ایټالیا کې د ریاچ ښاروال دومینیکو لوکانو د سه شنبې پر ورځ (د اکټوبر ۲مه نېټه) د ایټالوي چارواکو له خوا ونیول شو. خو پوښتنه دا ده چې د یاد ښاروال جرم څه دی. کډوال نیوز تاسو ته په دې اړه معلومات درکوي.

 دومینیکو لوکانو د ریاچ د کلي ښاروال دی. نوموړی په دې خاطر مشهور دی چې له څو کالو راهیسې له کډوالو سره هر ډول مرسته کوي. پر دومینیکو لګول شوی تور دا دی: هغه هڅه کوي چې د دې کلي اوسېدونکي له بهرنیو ښځو سره سپینې وادې وکړي ترڅو چې یادې ښځې وکولای شي ایټالوي اقامت کارټ تر لاسه کړي.

په یوه ثبت شوې تېلېفونې خبرې اترې کې دومینیکو لوکانو یوه نایجریایۍ ته وایي: «پوهېږئ چې د دې ستونزې حل لاره څه ده؟ تاسې باید واده وکړئ، لکه ستېلا.»

همداراز هغه وایي: «زه له قانونه بهر یم او تاسو ته پېژندپاڼې جوړوم. تاسې باید وښیئ چې ریاچ کې اوسېږئ...»

دومینیکو په ۲۰۱۲ کې «د نړۍ دریم ښاروال» وټاکل شو

د ۲۰۰۰ کلونو پر مهال، دومینیکو لوکانو هڅه کوي چې کډوال ریاچ کلي ته ورشي. په ۱۹۹۸ کې، کله چې د کوردي کډوالو یوې بېړۍ د ریاچ کلي په نژدې کې لنګر واچوي، دومینیک تصمیم نیسي چې له خپلو ملګرو سره د کډوالو د ساتنې یو سازمان جوړ کړي. چیتا فوتورا هغه سازمان دی چې مهاجرو خلکو ته د اوسېدو ځایونه برابروي.

په ۲۰۰۴ کې دومینکو ښاروال ټاکل کېږي او کډوالو ته د تخصصي زده کړې زمینې برابروي.

د دومینکو د هڅې په پایله کې ریاچ کلي ته ډېر کډوال ورځي. اوس مهال ریاچ کې زیات کډوال ژوند کوي. دوی له سومالیا، افغانستان، اریتریا، ایتوپیا او نایجریا سره تړاو لري.

یوه ایټالوۍ انجېلا د ۲۰۱۸م کال د اګست په میاشت کې لوموند ته وویل: «زه دلته زېږېدلی او لویه شوې یم. زه چې ماشومه وم دلته ژوند کول مشکل و. خو اوس د کډوالو په خاطر ریاچ کې ډېر کسان اوسېږي او ژوند ښه شوی دی.»

دومینیکو په ۲۰۱۶ کې د نړۍ د ۱۰۰ نامتو کسانو په نوملړ کې شاملېږي. دا په داسې حال کې ده چې هغه په ۲۰۱۲ کې د نړۍ دریم ښاروال ټاکل شوی و.

ماتیو سالویني د ریاچ ښاروال ته «صفر» ورکوي

دومینیکو لوکانو په داسې حالت کې نیول کېږي چې ایټالیا کې د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د کډوالو پر وړاندي سختو اقداماتو ته لاس اچوي. سالویني په یوه ویډیو کې وایي چې د ریاچ ښاروال ته «صفر» ورکوي.

ریاچ په ۲۰۱۸ کې د سالویني له خوا د ایټالیا د کډوالو او پناه غوښتونکو د ساتنې له سیستم څخه ایسته شو.

په همدې حال کې فرانسه کې د بشري حقونو یو لیګ د اکټوبر په ۲مه نېته اعلان وکړ چې دومینکو باید ژر تر ژره ازاد شي. د دې لیګ په خبرپاڼه کې راغلی: «ماتیو سالویني هڅه کوي چې له کډوالو سره ملاتړ ایټالیا کې جرم ته بدل شي.»

د بارسلونا ښارواله هم وایي چې اروپایي هیوادونه باید له ریاچ سره یو ځای شي.




 

نورې ليکنې

Webpack App