۲۰۱۸، نادیا مراد په بروکسل کې، رویترز / فرانسو لونوار
۲۰۱۸، نادیا مراد په بروکسل کې، رویترز / فرانسو لونوار

د ۲۰۱۸ کال د سولې نوبل جایزه نادیا مراد او ډنیس موکویګي ته ورکړل شوه.

۲۵ کلنه نادیا مراد ایزدۍ ده او له عراق سره تړاو لري. د ۲۰۱۴ په اګست میاشت کې داعشي وسله والو شکنجه کړې او جنسې تېری یې پر کړی و. د آغلې مراد مور او ۶ وروڼو یې د داعش وسله والو له خوا ووژل شول.

نادیا مراد فرانس ۲۴ ټلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلې وه چې په یاده موده کې څو ځلې پلورل شوې وه.

نوموړې له دریو میاشتو اسارت وروسته  له داعشیانو تښتي او جرمني ته مهاجرت کوي. له هغه وخت راهیسې نادیا مراد هڅه کوي چې نړیوالو ته د هغو ایزدي ښځو په اړه خبرداری ورکړي چې عراق کې د داعش جنسي بندیانې دي. نادیا پر خپل ټویټر لیکي چې له المانه د خپلو خلکو د حقونو له پاره مبارزه کوي. 

هغه زیاتوي: «دا زموږ د خلکو جګړه ده او موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو.» 


په ۲۰۱۷ کې نادیا مراد بېرته خپل کلي ته لاړه.

نادیا مراد په ۲۰۱۶ کې د ساخاروف او د واسلاو هاوېل د بشري حقونو جایزې هم وګټلې.

له ۲۰۱۶ راهیسې آغلې مراد د انساني قاچاق د قربانیانو په چارو کې د ملګرو ملتونو د نیکو هیلو سفیره ده. نوموړې د داسې یو سازمان بنسټ اېښودونکې هم ده چې له هغو ښځو او ماشومانو سره مرسته کوي چې د ټول وژنو، جګرو او انساني قاچاق قربانیان دي. د آغلې مراد سازمان هڅه کوي چې د قربانیانو ژوند ښه او نورمال شي. 

د ۲۰۱۸م کال د سولې جایزه بل ګټونکی ډنیس موکویګي دی چې له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت سره تړاو لري. ډنېس موکویګي ډاکټر دی او له هغو ښځو سره مرستې کوي چې د تاویخوالي قربانیانې دي.

د نوبل په اعلامیه کې ویل شوی چې د ۲۰۱۸م کالې د سولې جایزه ولې نوموړو ته ورکړل شوه ځکه «دوی د هغو قربانیانو سره همکاري کړې چې په اوږدمهالې جګړه کې زیانمن شوي دي.»


 

نورې ليکنې