picture-alliance/ PIXSELL/D. Javorovic
picture-alliance/ PIXSELL/D. Javorovic

اروپا کې ځینې داسې کډوال هم ژوند کوي چې بوډاګان دي. خو معمولاً د مهاجرت په بحثونو کې یادو کسانو ته توجه نه کېږي.

د نړۍ نفوس په چټکتیا سره زړېږي. د ملګرو ملتونو په حواله، داسې معلومېږي چې په ۲۰۵۰ کې د هغو بوډا کسانو شمېره چې عمرونه یې له ۶۰ کلونو لوړ دي له هغو ماشومانو څخه چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو ټیټ دي زیاته وي. نړۍ کې په دې هکله بحثونه ډېر دي خو په عمومي توګه هغو بوډا کسانو ته چې پناه غوښتونکي یا کډوال دي توجه نه کېږي.

اوس مهال اروپا کې هغه کډوال چې عمرونه یې له ۶۵ لوړ دي د نفوسو یوه سلنه جوړوي.  

ځانګړې اړتیاوې

خو بوډا کسان ځانګړې اړتیاوې او ستونزې لري. په دې وروستیو کې د بریتانیا د زوړتیا په چارو کې ادارې په دې هکله یوه څېرنه کړې. د دې څېړنې له مخې بوډا کسان معمولاً لاندې ستونزې سره مخ دي: د عایداتو نشتوالي، د دوهمې ژبې د زده کرې ستونزې، یوازېتوب او ګوښه والی، ټولنیز مشکلات او روحي ناروغي.

- لږ عایدات

بوډا کسان د عایداتو له کموالي سره مخ دي. دوی معمولاً نه شي کولی چې ځان ته کار برابر کړي. جرمني کې ټول کډوال – که منل شوي وي او که له جانبي ساتنې څخه برخمن وي ــ حق لري چې د حداقل معاش خاوند وي. خو ستونزه دا ده چې یاد عایدات د ژوند د مصارفو په پرتله لږ دي.

- د دوهمې ژبې د زده کرې ستونزې

د کوربه هیواد له ژبې سره اشنایي د ادغام یو مهم شرط دی. خو بوډا کسانو ته دا یو ساده او اسان کار نه دی.

- یوازېتوب

کډوال او پناه غوښتونکي اړتیا لري چې له خلکو سره یو ځای وي. خو ځینې اروپایي هیوادونه لکه المان کډوال نورو سیمو ته استوي. په داسې حالت کې بوډا کسان ځان یوازې احساسوي.  

Picture-alliance/dpa

- ټولنیز مشکلات

ځینې کډوال له هغو هیوادونو څخه راغلي دي چېرې چې بوډا کسانو ته زیات درنښت کېږي. خو په اروپا کې دوی معمولاً خپل موقعیتونه له لاسه ورکوي.

- روحي ناروغتیاوي

کډوال او پناه غوښتونکي له هغو رواني ستونزو ځورېږي چې د روحي ضربو، شکنجو، تاوتریخوالی، او تیریو په پایله کې رامنځته شوې دي. اروپا کې له کډوالو سره د ملاتړ سازمانونه وایي چې بوډا کسان په اکثرو مواردو کې له «اضطراب» او یا «اندېښنې» شکایت کوي.

- بدني ناروغي

د کډوالو په منځ کې ډېر کسان له مزمنو ناروغیو شکایت کوي. ځینې یې هم نه غواړي چې ډاکترانو ته ورشي ځکه مصرف یې ډېر دی. په ځینو مواردو کې که خواړه کمه وي نو بوډا کسان لږ غذا خوړي.

اردن کې د مېشتو سوریایي کډوالو په اړه په یو تحقیق کې زېګفرید لوپیري معلومه کړې چې بشري سازمانونه معمولاً د دې کډوالو د روغتیایي چارو په هکله معلومات نه را ټولوي.

یوه روغتیایي سلاکاره په دې اړه وایي: «دا نظر موجود دی چې ګواکی د بوډا کسانو مسوولیت د هغوی د کورنیو غړو په غاړه کې وي.»

خو په همدې حال کې آغلې لوپیري زیاتوي چې بوډا کسان کولی شي خپلو کورنیو او خپلې ټولنې ته ګټه ورسوي. معنا یې دا چې دوی مجرب کسان دي. په ځینو کورنیو کې دوی د ماشومانو مسوولیت په غاړه اخلي ترڅو چې مېندې او پلرونه کار وکړاي شي.

همداراز بوډا کسان د فرهنګي ارزښتونو انتقالوونکي هم دي.  


 

نورې ليکنې