د ۲۰۱۸م کال د جولای پر ۲۷مه نېټه کډوال له مراکش څخه د هسپانیا په لور روان دي، جون ناڅکا،رویترز
د ۲۰۱۸م کال د جولای پر ۲۷مه نېټه کډوال له مراکش څخه د هسپانیا په لور روان دي، جون ناڅکا،رویترز

په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان د هسپانیا د ساحلي ګارد له خوا له مدیترانې څخه ژغورل شوي دي. د ۲۰۱۸م کال له جولای راهیسې د هغو کسانو شمېره چې د سمندر له لارې هسپانیا ته رسېږي زیاته شوې ده.

د هسپانیا ساحلي ګارد د یک شنبې پر ورځ  (د اکټوبر ۷مه نېټه) وویل چې د ۴۸ ساعتونو پر مهال نژدې ۱۲۰۰ کډوال له مدیترانې څخه ژغورل شوي دي.

د هسپانیا د ساحلي ګارد پر ټویټر کې لیکل شوي چې: «د ژغورنې عملیاتو په پایله کې چې د شنبې او یک شنبې پر ورځو کې ترسره شول ۱۱۸۱ کسان له ډوبېدو وژغورل شول.»

د ایټالیا د بندرونو له تړل کېدو وروسته دېر کسان هسپانیا ته ورځي. د احصاییې له مخې اوس مهال دغه هیواد د کډوالو لومړی مقصد ته بدل شوی.

د روان کال له پیل راهیسې له ۴۳۰۰۰ زیات کسان هسپانیا ته رسېدلي دي. د مهاجرت د نړیوال سازمان په حواله په دغو کسانو کې ۳۸۰۰۰ تنان د سمندر له لارې او ۵۰۰۰ نور یې د ځمکې له لارې هسپانیا ته ننوتلي دي.

د یاودنې وړ ده چې په ۲۰۱۸ کال کې له ۱۷۰۰ زیات کسان په مدیترانه کې مړه شوي دي.


 

نورې ليکنې