د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني، رویترز، توني ژانتیل
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني، رویترز، توني ژانتیل

په داسې حال کې چې د برلین او روم ترمنځ د کډوالو په اړه کوم تړون نه شته، د یک شنبې پر ورځ ځینې رسنې وویل مونیخ ښار کې د چارتر په نامه الوتکه تیاری نیسي چې بعضي پناه غوښتونکي ایټالیا ته انتقال کړي. خو الماني چارواکي دا خبره ردوي.

د یک شنبې پر ورځ د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني وویل که جرمني وغواړي کډوال بېرته ایټالیا ته ولېږي نو ایټالیا ټول خپل هوایي دګرونه تړي.

 خو پوښتنه دا ده چې ولې روم داسې عکس العمل ښیي. د المان د یو خبري اژانس (DPA) په حواله چې له ناپېژندلو سرچینو نقل کوي د المان په مونیخ ښار کې د چارتر هوایي خدمات تیاری نیسي چې ځینې پناه غوښتونکي بېرته ایټالیا ته انتقال کړي. یاد پناه غوښتونکي له نایجریا سره تړاو لري.

دا په داسې حال کې چې ماتیو سالویني د یک شنبې پر ورځ وویل: «که برلین یا بروکسل وغواړي کډوال ایټالیا ته انتقال کړي نو باید وپوهېږي چې دلته د دوی له پاره هېڅ هوایي ډګر نه شته. موږ به خپل ټول هوایي ډګرونه وتړو.»

 ایټالوۍ ورځپاڼه لا رپوبلیکا هم دا خبره تاییدوي چې د المان د مهاجرت فدرالي ادارې هغو کډوالو ته چې اروپا ته د ایټالیا له لارې ننوتلي داسې لیکونه ورلېږي چې په کې د هغوی د «انتقال» خبرې شوې دي.

 په همدې حال کې د المان د کورنیو چارو وزیر د یک شنبې پر ورځ د کډوالو د انتقال خبره رده کړه.

 له څو میاشتو راهیسې المان هڅه کوي له اروپایي هیوادونو سره داسې تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې کډوال نورو اروپایي هیوادونو ته و استول شي.

 


 

نورې ليکنې