هغه ۱۷ کډوال چې د سپټمبر په میاشت کې له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو فرانسه کې خپل نوی ژوند پیلوي. دوی د هغو ۵۸ کدوالو له ډلې څخه دي چې اټکل شوې وه د څلورو اروپایي هیوادونو له خوا ومنل شي.
هغه ۱۷ کډوال چې د سپټمبر په میاشت کې له مدیترانې څخه ژغورل شوي وو د سه شنبې پر ورځ (د اکټوبر ۹مه نېټه) رواسي شارل دو ګول هوایي ډګر ته ورسېدل.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: اکواریوس کې ۵۹ سپاره کډوال مالتا ته انتقال شول
د اوفي یا د فرانسې د مهاجرت او ادغام سازمان مشر دیدیې لشي په دې اړه کډوال نیوز ته وویل: «هغوی ډېر خوشحال دي او دلته ځان راحت احساسوي.» نوموړی زیاته کړه چې یاد کډوال د اوږد سفرونو له امله یو څه ستري معلومېږي.
Accueil par les agents de l’OFII, à #Roissy Charles-De-Gaulle de 17 demandeurs d’#asile de l’#Aquarius relocalisés par la France
— Office Français de l’Immigration et Intégration (@OFII_France) 9 octobre 2018
L'OFII au plus près des #migrants pic.twitter.com/pqEd1waohn
د دې کډوالو په منځ کې ۱۱ کسان له لیبیا، ۴ کسان له پاکستان، یو کس له سوډان او یک نور کډوال له ساحل عاج سره تړاو لري او څلور تنان یې ماشومان دي. اوفپرا یا د فرانسې د مهاجرو د ساتنې سازمان له دوی سره په مالتا کې خبرې کړې دي.
دیدیې لشي زیاتوي چې یاد کډوال نن د اوب، هوت – مارت، یون او لې وګ سیمو ته ور ځي او دوی ته په دولتي جورښتونو کې ځای ورکول کېږي. نوموړی وایي: «هغوی په راتلونکو اونیو کې د مهاجر په شان قبولېږي ځکه مالتا کې اوفپرا له دوی سره خبرې کړې دي.»
د ایټالیا د بندرونو له تړل کېدو وروسته تر اوسه پورې شاوخوا ۲۸۰ کډوال په مشابهو حالتونو کې فرانسې ته رسېدلي دي.
فرانسه او نورو اروپایي هیوادونو کې د شنبې پر ورځ په زرګونو کسان د اروپا د هغه سیاست پر وړاندې مظاهره وکړه چې وایي مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیات باید وځنډول شي. اکواریوس چې په دې وروستیو کې خپل پانامايي بیرغ له لاسه ورکړ اوس د مارسۍ په بندر کې بند پاتې دی.
مرکزي مدیترانه کې اوس مهال یوازې دوه کښتۍ موجودې دي چې استرال او مار ژونیو نومېږي.