کډوال په شېنوف ښارګوتی کې، کرېډېټ: دیژون کې له کډوالو سره د ملاتړ ډله
کډوال په شېنوف ښارګوتی کې، کرېډېټ: دیژون کې له کډوالو سره د ملاتړ ډله

د فرانسې په دیژون سیمه کې شاوخوا سل کډوال چې له یو ګډ کور څخه شړل شوي د دې ښار د څارنوال او والي پر وړاندې اقامه دعوی کړې ده. یاد کډوال وایي چې د اوسېدو ځایونو ته اړتیا لري.

د جمعې پر ورځ (د اکټوبر ۵مه نېټه) کوت دور (Côte d’or) کې د ځینو سازمانونو له خوا د دې سیمې د څارنوال او والي پر وړاندې دعوی اقامه شوه. سازمانونه وایي چې اوړي کې له یو ګډ کور څخه د شاوخوا ۲۰ کدوالو شړل کېدو د هغوی «د حریم نقض» ګڼل کېږي.

له جولای راهیسې نژدې سل کډوال هڅه کوي چې دیژون کې ځانونو ته د اوسېدو ځایونه پیدا کړي. دوی چې په جولای کې له یوه هوټله شړل شوي وو د اګست په میاشت کې له یو ګډ کور څخه هم اخراج شول. اوس مهال دوی د شېنوف سیمې په یو ساختمان کې اوسېږي چې د دیژون یو ښارګوټی دی.

«د اخراج له پاره قانوني طی مراحلو ته اړتیا شته»

دیژون کې سازمانونه ټینګار کوي چې د کډوالو د اخراج پروسې ناقانونه وه. دې ښار کې د یو سازمان مشره انوک کوکبلن په دې اړه وایي: «د اخراج له پاره قانوني طی مراحلو ته اړتیا شته.» په همدې حال کې د ځینو سازمانونو د یوې ډلې د دفاع وکیل ژان – باپتیسټ ګاوینې زیاتوي، د قانون له مخې قاضي مکلف دی چې لومړی مطمین شي چې د اوسېدو نوي ځایونه شته او بیا د اخراج امر وکړي.


په یوه لیک کې چې د دې سیمې څارنوال ته استول شوی یاد سازمانونه دا هم لیکي چې دولت کډوال اخراجوي خو د اوسېدو ځای د برابرولو له پاره کومه حل لاره نه لري. انوک کوکبلن وایي، له همدې کبله ډېر هغه کسان اوس په سړکونو کې اوسېږي چې ځینې یې ماشومان دي.

انوک کوکبلن زیاتوي، اوس مهال شېنوف کې منل شوي کډوال هم شته چې د اوسېدو ځایونو ته انتظار باسي. 

د څارنوالو دریځ

خو په همدې حال کې د پولیسو قوماندانۍ وایي یوازې ۳۲ کډوال د اوسېدو ځای د موندلو مرکز ته راغلي او ۲۴ کسانو ته ځایونه ورکړل شوي دي. یاده قوماندانۍ زیاتوي چې ۳ کډوال نورو سیمو ته استول شوي او ۵ نور یې خلافکاران وو نو د اوسېدو ځای حق له لاسه ورکړ.

د پولیسو د قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، هغه کډوال چې د اوسېدو ځای د موندلو مرکز ته مراجعه نه کوي وضعیت یې نامعلوم دی. یاده قوماندانۍ وایي چې دې ښار کې د ۱۳۰۰ پناه غوښتونکو له پاره د اوسېدو ځایونو شته.


ديژون یا د کډوالو د ټرانزیت ښار

له څو کالو راهیسې دیژون د کډوالو د ټرانزیت ښار ته بدل شوی. په همدې خاطر و چې د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ کې دې ښار کې سرحدي پولیسو مېشت شول. خو دا په داسې حال کې چې دیژون سرحدي ښار نه دی.

انوک کوکبلن ټینګار کوي چې دیژون د وینتمیل – پاریس ترمنځ محوري ښار دی. دې ښار کې مدني سازمانونه له ۲۰۱۱ راهیسې له کډوالو سره مرسته کوي.




 

نورې ليکنې