د کډوالو یوه لوبډله د ۲۰۲۰ په المپیک سیالیو کې ګډون کوي، رویترز
د کډوالو یوه لوبډله د ۲۰۲۰ په المپیک سیالیو کې ګډون کوي، رویترز

اټکل شوې ده چې د کډوالو یوه لوبډله د ۲۰۲۰م کال د المپیک په سیالیو کې ګډون وکړي. یاده لوبډله کې ۵۱ لوبغاړي شته چې د جوډو، کراتې، لامبو او تېکوانډو په لوبو کې مسابقه کوي.

د المپیک نړیوالې کمیټې د دوشنبې پر ورځ (د اکټوبر ۸مه نېټه) وویل چې د توکیو په المپیک سیالیو کې به د کډوالو یوه لوبډله هم برخه واخلي. یاده پرېکړه د سه شنبې پر ورځ د المپیک د نړیوالې کمیټې په ۱۳۳مه ناسته کې د ارجنټاین په بوینس آیرس ښار کې تاییده شوه.

د المپیک د نړیوالې کمیټې د اړیکو مسوول پېر مورو وایي: «داسې پرېکړه وشوه چې ۵۱ هغه کډوال په دې سیالیو کې برخه واخلي چې د مهاجرو په کمپونو کې اوسېږي او یا د کډوالو د شرایطو خاوندان دي.»

د یاد ۵۱ لوبغاړو په منځ کې لس کسان هغه کډوال دي چې د ۲۰۱۶ په المپیک سیالیو کې ګډون درلود. اټکل شوې ده چې دوی د جوډو، کراتې، لامبو، تېکواندو او په درو نورو لوبو کې مسابقه وکړي.

«دا کار ځوانو کډوالو ته هیله ورکوي»

سوډاني منډه وهونکی یېش پور بیل په دې اړه وایي: «له تکړو لوبغاړو سره مسابقه کول یو څه مشکل دی. خو مهم دا دی چې موږ په دې سیالیو کې ګډون کړو.»

نوموړی زیاتوي: «دې سیالیو کې ګډون کول ځوانو کډوالو ته هیله ورکوي. د دې کار موخه دا ده چې کډوالو ته ووایي دوی یوازې نه دي او کولی شي چې خپل ارمانونه پوره کړي.»

یاد ۵۱ کډوال د المپیک له مرستو څخه برخمن کېږي.



 

نورې ليکنې