د اروپا پارلمان وکیلانو د داخلي مسایلو کمیټې د ۲۰۱۹م کال تر مارچ مياشتې پورې د بشري ویزې غوښتونکي شول. هغوی وايي چې «اوس مهال اروپايي ټولنې ته د هغو کسانو له پاره کافي قانوني لاري نه شته، چې پناه غواړي».
دغه خبره د اروپا پارلمان د هسپانيا سوسیال دیموکراټ وکیل لوپېز اگیولار د چهارشنبې په ورځ کاتولیکي خبري آژانس KNA ته په بروکسل کې کړې ده. دغه وړاندیز ته د پارلمان د داخلي کميټې ۳۹ وکیلانو مثبته او لسو منفي رایه ورکړې ده. اگیولار د اروپا په پارلمان کې د بشري ویزې په اړه د رپوټ ورکولو مسئول دی.
د اگیولار په خبره په مدیترانه کې د وژل شوو کسانو لوړ تعداد د «منلو وړ نه دی. باید نور هم ډېر کوښښ وشي، ترڅو له هغو خلکو سره چې ډېرې ساتنې او پناه ته ضرورت لري، مرسته وشي.»
د اگیولار په رپوټ کې همدارنگه راغلي دي چې د ۲۰۱۹م کال تر مارچ میاشتې پورې وخت شاید لږ وي، خو ددغې «موضوع د حساسیت په خاطر» هغه مشروعیت لري.
په رپوټ کې همدارنگه راغلي دي چې اوس د اروپايي ټولنې په قوانینو کې داسې مقررات نه شته چې یو مهاجر څرنگه په قانوني ډول سره دې ټولنې ته راداخلیدلای شي. ځکه نو مهاجر تقریباً یوازې په غیر قانوني توگه دې ټولنې ته راداخلېږي. په دې لار کې دوی قاچاقبرانو ته محتاجه دي، مجبوره دي خطرناکو لارو ته مخ کړي، ډېرې پیسې ورکړي او له سختو کړاونو او سؤاستفادې سره مخامخ شي.
اوس د بشري ویزې ورکولو له پاره د اروپايي ټولنې ځینې هیوادونه ملي پروگرامونه لري، خو هغه د ټولې اروپايي ټولنې د غړو له پاره اعتبار نه لري. کاتولیکي ټولنې سانت اگیدیو Sant'Egidio مثلاً ایټالیا او فرانسې ته یوه بشري لار پرانيستې ده. په ایټالیا کې تر اوسه پورې دغه ډول ۱۰۰۰ ویزې ورکړل شوي دي.
بشري ویزه د اقامت ورکولو داسې اجازه ده چې د یوه شخص د ساتلو او ملاتړ په خاطر ورکول کېږي. دلیل يې کیدای شي مثلأ د هغه په هیواد کې جنگ وي.
منبع: DW.COM/PS