له آرشیف څخه: کډوال د سلوانیا او اتریش په سرحد کې، سرجان زیفولوفیک، رویترز
له آرشیف څخه: کډوال د سلوانیا او اتریش په سرحد کې، سرجان زیفولوفیک، رویترز

سلوانیا کې د لیکوالو انجمن د پنج شنبې پر ورځ (د اکټوبر ۱۱مه نېټه) د کیسو د یو کانکور پر وړاندې غږ پورته کړ. یاد کانکور ماشومان هڅوي چې د «ناقانونو کډوالو» پر ضد کیسې ولیکي.

سلوانیا کې د کیسو یو کانکور چې د ډېموکراسیا د اوونیزې مجلې له خوا په لاره اچول شوی، هغو کېسه لیکونکو ماشومانو ته ۳۰۰ یورو ورکوي چې عمرونه یې له ۱۰ کلونو ټیټ وي.

دې کانکور کې ماشومان باید داسې کیسې ولیکي چې په کې هیوادپالنه مهمه وګڼل شي. کیسې باید دا هم وښیي چې ژوند یوازې په دودیزو کورنیو کې ارزښت لري. دې کیسو کې منفي شخصیتونه باید بهرنیان وي.

په یوه خبرپاڼه کې چې د سلوانیا د ۱۴۰ عامو موسسو له خوا لاسلیک شوې ده د لیکوالو انجمن وایي، یاد کانکور د توکم پالنې نښه ده. په خبرپاڼه کې راغلي: «ماشومان انساني کیسو ته اړتیا لري. کیسه باید د همدردۍ په باره کې وي نه د کرکې.»

ډیموکراسیا د سلوانیا د محافظه کار ګوند هغه مجله ده چې په کې د مهاجرو او مسلمانانو په وړاندې بېلابېل مطالب خپرېږي. 

سلوانیا د بالقان په مسیر کې موقعیت لري. ویل کېږي چې په ۲۰۱۸ کې شاوخوا ۳۵۰۰ ناقانونه کډوال سلوانیا ته ننوتلي دي.


 

نورې ليکنې