بېزانسون ښار کې د دوب قوماندانۍ، ګوګل ستریټ فیو، د ۲۰۱۸م کال په اکټوبر میاشت کې
بېزانسون ښار کې د دوب قوماندانۍ، ګوګل ستریټ فیو، د ۲۰۱۸م کال په اکټوبر میاشت کې

له څو میاشتو راهیسې له ۲۰ زیات کډوال د فرانسې په بیزانسون ښار کې په یو موقتي کمپ کې اوسېږي. ځایي سازمانونه وایي، یاد کمپ کې کورنۍ او کم سن لرونکي کډوال هم شته.

بیزانسون ښار کې د سولمیرې په نوم سازمان وایي چې له څو میاشتو راهیسې یاد ښار ته ډېرې کورنۍ له بالقانه او ځینې ځوان کډوال له افریقایي هیوادونو څخه راغلي دي. خو دوی تر اوسه پورې د اوسېدو ځای نه لري او د دې ښار په یو پارکېنګ کې ژوند تېروي.

په یو لیک کې چې په تېره سپټمبر میاشت کې د دوب والي ته استول شوی، یاد سازمان دې کمپ کې د روغتیایي خدماتو او کنارابونو له نشتوالي څخه شکایت کړی دی. سولمیري دا هم زیاتوي چې په یاد کمپ کې کم سن لرونکي ماشومان هم شته خو دولت د هغوی د وضعیت ښه کولو ته پام نه کوي.

د سولمیري سازمان یوه رضاکاره امیلي* کډوال نیوز ته وایي: «له ۲۰۱۶ راهیسې بالقان هیوادونو سره تړاو لرونکې کورنۍ په کمپونو کې اوسېږي. خو په دې وروستیو کې کم سن لرونکي کډوال هم بېزانسون ته راغلي دي.»

«دوب کې ۲۰۰۰ کسانو ته د اوسېدو ځایونه ورکړل شوي»

یاد کمپ کې د کډوالو اداري حالتونه له یو بل سره توپیر لري. د سیماد سازمان په حواله، دلته هم پناه غوښتونکي شته، هم ډوبلیني شوي کسان، او هم داسې کډوال چې پناه غوښتنې یې ردې شوې دي. سیماد زیاتوي چې اوس مهال په دې کمپ کې ځینې داسې ځوانان هم ژوند کوي چې وایي کم سن لرونکي دي.

د دوب ښار والي ژان – فیلیپ ستبون په تېره سپټمبر میاشت کې فرانس ۳ ته وویل چې بېزانسون ښار نه شي کولای په عامو ځایونو کې د کډوالو هرکلی وکړي. خو نوموړی دا هم زیاته کړه چې دې ښار کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته د اوسېدو ځایونه برابر شوي دي.

کډوال ولې بېزانسون ته ورځي؟

بېزانسون کې په وروستیو کلونو کې د کډوالو شمېر لوړ شوی. د دې ښار د قومندانۍ د یوې احصاییې له مخې په ۲۰۱۷ کې بیزانسون ته ۱۱۲۵ کسان ننوتلي دي. په ۲۰۱۸ کې د مهاجرو شمیره ټیټه شوې.

خو پوښتنه دا ده چې کډوال ولې دوب ته ورځي؟ امیلي په دې هکله وایي: «هغه کورنۍ چې له بالقانه راځي غواړي چې له بالقانيانو سره یو ځای شي. بېزانسون کې ډېر کډوال د بالقان له هیوادونو سره تړاو لري. خو افریقایي کډوال په اتفاقي ډول دلته راځي. دوی له سوېلي سیمو شمالي سیمو ته سفر کوي او بالاخره په بېزانسون کې پاتې کېږي.» په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې بېزانسون د هغو کډوالو کوربه ښار و چې د کالې له ځنګل څخه اخراج شوي وو.

سیماد سازمان وایي چې په دې وروستیو کې د دوب قومندانۍ د هغو کډوالو مسئولیت په غاړه اخیستی دی چې د بورګونی فرانش – کومپته په سیمه کې اوسېږي خو ډوبلیني دي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: دیژون سیمه کې له یو ګډ کور څخه شړل شوي کډوال د دولت په وړاندې دعوی اقامه کوي


* مستعار نوم
 

نورې ليکنې