boats4people.org
boats4people.org

په داسې وخت کې چې د مدیترانې سمندرګۍ پر یوې ډېرې خطرناکې لارې بدله شوې ده، د بوټ ۴ پیپل (Boats4People) په نوم یو سازمان یو داسې انلاین لارښود جوړ کړی چې په مرسته یې مدیترانه کې ورک شوي او یا له مرګه ژغورل شوي کډوال موندلای شو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په یوه رپوټ کې وایي چې د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ تر اګسته له ۱۶۰۰ زیات کسان مدیترانه کې ورک او یا مړه شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال اروپا ته د راتلونکو کډوالو شمېر ټیټ شوی خو په سمندر کې د مړه شویو کسانو شمېره ورځ په ورځ لوړېږي.

بوټ ۴ پیيل د خپل نوي لارښود په اړه وایي: «د دغه لارښود په واسطه کولی شو چې د ورک شویو او یا ژغورل شویو کډوالو په اړه معلومات تر لاسه کړو: دا چې باید کومو ایټالوي چارواکو ته د ورک شویو کسانو په هکله معلومات ورکړو؟ او یاد دا چې کومو معلوماتو ته اړتیا شته؟»

یاد لارښود په انګلیسي، ایټالوي، فرانسوي، عربي او په راتلونکې کې په تیګرینیایي ژبو فعالیت کوي.

بوټ ۴ پیپل دا هم وایي چې ویرجنې کورنۍ د لټون د پروسې پر مهال باید له رواني مرستو برخمن شي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان په حواله په ۲۰۱۶ کې د ۳۵۴۶ کډوالو جسدونه په مدیترانه کې ورک شول.

لارښود - انګلیسي

لارښود - فرانسوي

لارښود - ایټالوي

لارښود - عربي


 

نورې ليکنې