فرانسه کې دوې محکمې د ایټالیا هغه غوښتنه رده کړه چې له مخې یې له ایټالیا څخه راغلي پناه غوښتونکي باید بېرته دغه هیواد ته واستول شي. د مولون (سېن – اې – مارن) او پو (پیرېنې – اټلانتیک) محکمې وایي چې ایټالیا کې د پناه غوښتلو سیستم کمزوری دی.
فرانسه کې دوې اداري محکمې د ایټالوي چارواکو هغه غوښتنه رده کړه چې له مخې یې کډوال باید بېرته ایټالیا ته واستول شي. دواړې محکمې وایي چې ایټالیا کې د پناه غوښتلو سیستم ضعیفه او کمزوری دی.
«ایټالیا کې له کډوالو سره د غیرانساني رویې خطر شته»
د پنج شنبې پر ورځ (د اکتوبر ۱۱مه نېټه) د مولون محکمې د ایټالیا د مهاجرت چارواکو هغه غوښتنه رده کړه چې له مخې یې پناه غوښتونکي باید بېرته دغه هیواد ته واستول شي. فرانسوۍ ورځپاڼه لو دوفینې وایي: «د قاضي په حواله د ایټالیا د مهاجرت چارواکي منلي چې دوی نه شي کولی غوښتنې ته په سم او قانوني ډول رسيدګي کړي.»
همداراز د دوشنبې پر ورځ (د اکتوبر ۱۵مه نېټه) د پو اداري محکمه هم پرېکړه وکړه چې شرایط اخراج ته مساعد نه دي. د دې محکمې قاضي وویل چې د بې سرحده ډاکټرانو، د بخښنې د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیټې د رپوټونو پر بنسټ، ایټالوي سیستم کمزوری دی او ممکن له کډوالو سره غیرانساني چلند وکړي. د پو د محکمې په حواله ایټالیا کې کډوال د اوسېدو ځای د پیدا کولو او د روغتیا په برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د ځینو سازمانونو د رپوټونو له مخې اوس مهال ایټالیا کې پناه غوښتل سخت – او حتی ناممکن – دی. د بخښنې نړیوال سازمان وایي، چې په ۲۰۱۷-۲۰۱۸ کې ایټالیا کې د پناه غوښتونکو شمېر ۱۳۰۰۰۰ ته رسېږي خو ټولو ته رسیدګي نه کېږي.
د ایټالیا نوي سیاستونه او فرانسه کې مخالف دریځ
فرانسوۍ مدافع وکیله سېلوینا پاتر کډوال نیوز ته وایي: «ایټالیا کې د ماتیو سالویني نوي سیاستونه د دې پرېکړې لامل شو.»
دا لومړی ځل نه دی چې فرانسه کې محکمې د ایټالیا د پناه غوښتلو سیستم له نواقصو او موجود تشو څخه پرده اوچتوي.
ایټالیا کې ماتیو سالویني قدرت ته تر رسېدو وروسته وویل چې د ناقانونو کډوالو ضد سیاست ته لومړیتوب ته ورکوي. د ښاغلي سالویني په حکومت کې د دې هیواد بندرونه د ژغورنې کښتیو پر مخ وتړل شول. ماتیو سالویني دا هم وویل چې ممکن ځینې کډوال لیبیا ته اخراج کړي.
په همدې حال کې د فرانسې ولسشمر امانویل مکرون غواړي چې زیات شمېر کډوال ایټالیا ته اخراج کړي.
په ۲۰۱۷ کې ۲۳۳۰ کسان بېرته ایټالیا ته اخراج کړل شول.