زپي د رواسي شارل دو ګول د هوایي میدان ترڅنګ، خجسته ابراهیمي
زپي د رواسي شارل دو ګول د هوایي میدان ترڅنګ، خجسته ابراهیمي

د پاریس د رواسي شارل دو ګول هوایي ډګر ترڅنګ د ځینو مسافرو له پاره د «زپي» په نامه ځانګړي مرکزونه شته. زپي د هغو مسافرو له پاره ده چې د بعضو لاملونو له کبله نه شي کولی د فرانسې خاورې ته داخل شي.

د پاریس په ځینو ښارګوټو کې د زپي (ZAPI) په نامه ځینې مرکزونه شته چې په کې بې سنده سفرکوونکو ته د لنډې مودې له پاره ځای ورکول کېږي. په دې رپوټ کې کډوال نیوز تاسو ته د زپي د هغې څانګې په اړه معلومات درکوي چې د رواسي شار دو ګول هوایي ډګر ترڅنګ موقعیت لري.

فرانسې ته د قانوني سفر له پاره کومو اسنادو ته اړتیا لرو؟

هغه سفر کوونکی چې فرانسوي نه دی، فرانسې ته د ننوتلو له پاره لاندې سندونو ته اړتیا لري:

- پاسپورټ

- ویزې

- مشخص ادرس

- روغتیایي بیمې

- فرانسه کې د اوسېدو له پاره کافي پیسې

- د تللو ټکټ

که مسافر سند و نه لري؟

کله چې یو مسافر د فرانسې پر هوایي ډګر ښکته کېږي، سندونه یې د سرحدي پولیسو له خوا کنټرولېږي. خو که دغه مسافر سند و نه لري او یا جعلي سند ورسره وي نو له تلاشیو وروسته زپي ته استول کېږي. مسافر تر هغه وخته پورې زپي کې پاتې کېږي چې ورته د اقامت شرایط برابر شي.

زپي کې څوک اوسېږي؟

په زپي کې داسې سفر کوونکي هم شته چې نه غواړي فرانسه کې مهاجر شي. ځینې سفر کوونکي هم له جعلي سندونو سره فرانسې ته راغلي او یا دا چې ځان سره پوره او کامل اسناد نه لري. دوی معمولاً افریقایي، اسیایي او یا د جنوبي امریکا له هیوادونو سره تړاو لري.

د مهاجرو په چارو کې د سرحدي پولیسو مشر اکسي مارتي، خجسته ابراهیمي

زپي: د سفر کوونکو ځای یا توقیف خونه؟

د مهاجرو په چارو کې د سرحدي پولیسو مشر الکسي مارتي وایي زپي توقیف خونه نه ده.   

د پاریس په زپي کې د ۱۵۷ کسانو له پاره ځای شته. دې ځای کې ځینې خونې، کنارابونه او حمامونه او یو انګړ موجود دي. زپي کې سفر کوونکي روغتیایي خدماتو ته هم لاس رسی لري.

هر مسافر حق لري چې د ۲۰ ورځو له پاره دلته واوسېږي. په دې موده کې مسافر کولی شي چې د سره صلیب د نړیوال سازمان په مرسته فرانسه کې پناه وغواړي.

زپي کې ځینې خونې شته، خجسته ابراهیمي

قانوني مراحل

که مسافر ځان سره سند و نه لري نو مکلف دی چې د سرحدي پولیسو پوښتنو ته ځواب ورکړي. هغه بیا زپي ته استول کېږي. هغه مسافر چې نه غواړي فرانسه کې پاتې شي کولی شي چې بېرته خپل هیواد ته ورشي. خو که مسافر وغواړي چې فرانسه کې پاتې شي او یا بل هیواد ته لاړ شي نو باید د پناه غوښتنه وکړي. که مسافر د څلورو ورځو په موده کې په خپله خوښه خپل هیواد ته بېرته ولاړ نه شي نو باید محکمې ته لاړ شي. په دې حالت کې قاضي تصمیم نیسي چې دغه مسافر باید د فرانسې خاورې ته داخل شي او یا په زپي کې پاته شي. زپي کې دی حق لري چې د پناه غوښتنه وکړي. که غوښتنه یې ومنل شو نو د فرانسې خاورې ته داخلېږي او د هغه د اقامت پروسه پیلېږي. که غوښتنه یې رده شوه نو هغه بېرته خپل هیواد ته استول کېږي.

د بوبیني د ښار محکمه، خجسته ابراهیمي

زپي کې د سفر کوونکو وضعیت

الکسي مارتي وایي چې زپي د یو هوټل په شان ده. خو شارلن کارترو – سائز چې د بهرنیو کسانو د ملاتړ سازمان مشره ده دا خبره ردوي. نوموړې وایي چې اصلي هدف دا دی چې سفر کوونکي بېرته خپلو هیوادونو ته لاړ شي.

زپي کې ځینې اوسېدونکي کډوال نیوز ته وویل چې غواړي فرانسه کې پاتې شي خو د خپلو حقونو په اړه هېڅ معلومات نه لري. دا په داسې حال کې ده چې سرحدي پولیس باید مسافرو ته د هغوی د حقونو په اړه معلومات ورکړي.


 

نورې ليکنې