ایلین اېرسون
ایلین اېرسون

۲۲ کلنه الین اېرسون هغه سویډنۍ ده چې د جولای په میاشت کې له خپل هیواد څخه د یو افغان کډوال د اخراج مخنیوی یې وکړ. ګوتنبرګ کې محکمه وایي چې آغلې اېرسون د هوایي حقونو د نقض په تور محاکمه کېږي.

د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۱۹مه نېټه) د ګوتنبرګ څارنوالانو وویل چې ۲۲ کلنه الین اېرسون د «هوایي حقونو د نقض» په تور محاکمه کېږي. 

ایلین اېرسون هغه سویډنۍ ده چې څو میاشتې وړاندې یې د یو افغان کډوال د اجباري اخراج پر وړاندې اعتراض وکړ. آغلې اېرسون په الوتکه کې له کېناستو ډډه وکړه او خپل اعتراض نېغ له فېسبوک خپور کړ. نوموړې وویل چې هغه هڅه کوي کوم چې د یو سړي د ژوند له پاره کولای شي.

سره له دې چې په پیل کې په الوتکه کې ناستو نورو مسافرو له هغې سره موافق نه وو خو ایلین کوښښ وکړ چې تر پایه پورې د یاد افغان کډوال د شړلو مخه ونیسي.

په پای کې اخراجېدونکی افغان کډوال او اېرسون له الوتکې څخه کوز شول.

ګوتنبرګ کې محکمه وایي چې آغلې اېرسون د هوایي حقونو د قانون له مخې مجرمه ده ځکه ټول سفر کوونکي مکلف دي چې د پیلوټ لارښونو ته پام وکړي.   

د څارنوالانو په وینا آغلې اېرسون په دې خاطر د الوتکې ټېکټ اخیستی و چې د یاد کډوال له اخراج څخه مخنیوی وکړي.

د فرانسوۍ ورځپاڼې لوموند په حواله تر اوسه پورې د الین اېرسون د محاکمې نېټه معلومه نه ده.

 


 

نورې ليکنې