دا شپږم ځل دی چې ګراند – سنت له کډوالو تخلیه کېږي. ځینې ځایي سازمانونه وایي چې د فرانسې دولت د کډوالو د ستونزو د هوارولو له پاره هېڅ د حل لاره نه لري.
د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۳مه نېټه) د پویتوک په نوم یو کمپ چې د فرانسې د ګراند – سنت په سیمه کې موقعیت درلود له کډوالو تخلیه شو. دې کمپ کې له ۱۸۰۰ ډېر کډوال په خیمو کې اوسېدل او اکثریت یې د عراق د کردستان سیمې څخه وو.
د فرانسې د شمالي سیمې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکي: «د دې عملیاتو هدف دا دی چې کډوال او په ځانګړې توګه کورنۍ مناسبو ځایونو ته و استول شي.» په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې کډوال د فرانسې ټولو سیمو ته او په خاصه توګه اوټ – دو – فرانس سیمې ته لېږدول کېږي.
کډوال بېرته سړکونو ته راځي
خو په همدې حال کې د بشري حقونو ټولنې ټینګار کوي چې دا کار په کډوالو هېڅ مثبت اغیز نه لري. د سلام سازمان مشر ژان – کلود لونوار کډوال نیوز ته وایي: «له ۲۰ کلونو راهیسې داسې عملیاتونه روان دي، خو اصلي ستونزه نه ده حل شوې. دا ځل هم کډوال بېرته کالې یا شېربورګ ته راځي.»
همداراز د یو بل سازمان په ټویټر کې لیکل شوي: «یوازې کورنیو ته پوښاک ورکول کېږي. هغه کسان چې کورنۍ نه لري باید انتظار وباسي. د یادونې وړ ده چې د پولیسو او کډوالو تر منځ اصلاً تفاهم نه شته. کډوال نه پوهېږي چې دوی کومې سیمې ته انتقال کېږي.»
ژان – کلود لونوار زیاتوي: «دلته شاوخوا ۶۰۰ یا ۷۰۰ پولیسان شته نو خامخا د تخلیې عملیات په ارامۍ ترسره کېږي.»
په همدې حال کې د ګراند – سنت ښاروال دامیان کارېم وایي چې لینیر کمپ له سره پرانیستل کېږي. یاد کمپ له ۲۰۱۷ راهیسې د اورلګیدو له امله تړلی دی. نوموړی د دوشنبې په ورځ فرانس ۳ ته وویل: «غواړم چې د کورنیو چارو له وزیر سره کتنه وکړم. د کډوالو ستونزې ته باید یوه حل لاره پیدا شي.»
په کمپونو کې د انسانانو قاچاق
د شمالي سیمې قومندانۍ وایي چې یاد عملیات نه یوازې د کډوالو د ژوند شرایط د ښه کېدو په خاطر بلکې د انساني قاچاق د مخنیوي له پاره هم ترسره شوي. یاده قومندانۍ ټینګار کوي چې دې کمپونو کې ګڼ شمېر قاچاق وړونکي فعالیت کوي.