د هغو کډوالو په ډله کې چې سویډن ته ورځي کم عمره وادې شوې نجونې هم شته
د هغو کډوالو په ډله کې چې سویډن ته ورځي کم عمره وادې شوې نجونې هم شته

د هغو کډوالو په ډله کې چې سویډن ته ورځي کم عمره وادې شوې نجونې هم شته. د سویډن د قوانینو له مخې د واده له پاره لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله دی. له دې نه وړاندې قانون داسې و: هغه کس - او په ځانګړې توګه هغه کډوال - چې په خپل هیواد کې یې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمر کې واده کړی د کورنیو د الحاق له حق څخه برخمن کېږي. خو اوس ټاکل شوې چې په یاد قانون کې بدلون راشي.

د نوي قانون له مخې چې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ په میاشت کې نافذېږي کم عمره واده شوې نجونې حق نه لري چې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي، ځکه ودونه یې قانوني نه بلل کېږي. 

د ګاپف (GAPF) سازمان یوه غړې سارا محمد د دې قانون په هکله وایي: «سویډن باید نړۍ ته وښیي چې په کم عمر کې واده کول ښه کار نه دی.»

د یو بل سازمان ادووکسي ګروپ ګېرلز (Advocacy Group Girls) په حواله، هر کال نړۍ کې ۱۲ میلیونه نجونې په ټیټ عمر کې واده کوي. دوی ټینګار کوي چې په ټیټ عمر کې واده کول ښځې له زده کړې څخه محروموي او د جنسي ځورونې او تاوتریخوالي خطرونه زیاتوي.

په ۲۰۱۶ کې د سویډن د مهاجرت چارواکي وویل چې دې هیواد کې ۱۲۹ کم عمره واده شوې نجونې موجودې دي او اکثریت یې له سوریې، عراق او یا افغانستان څخه راغلې دي.

د سویډن د روغتیا د ملي بورد یوه غړې تینا تریګ وایي چې ښایي د داسې کسانو شمېر تر دې هم زیات وي.

جرمني

د جرمني د قوانینو له مخې د واده له پاره لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله دی. په ۲۰۱۷ کې دې هیواد کې د بهرنیو کسانو له پاره هم د واده قانوني عمر ۱۸ کاله وټاکل شو.

په همدې حال کې د جرمني یوې محکمې د سپټمبر په میاشت کې پرېکړه وکړه چې کم عمره واده شوي کډوال حق نه لري چې خپله کورنۍ المان ته ور وغواړي.

بلجیم

د بلجیم د قوانینو له مخې هم د واده له پاره لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله دی. دې هیواد کې د بهرنیو کسانو له پاره هم د واده قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی دی. 

ډنمارک

په ۲۰۱۷ کې دې هیواد کې د بهرنیو کسانو له پاره د واده قانوني عمر ۱۸ کاله وټاکل شو. هغه کډوال چې په خپل هیواد کې یې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمر کې واده کړی د کورنیو د الحاق له حق څخه محرومېږي.

هالنډ

هالنډ کې هم د واده له پاره لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله دی. په ۲۰۱۵ کې د دې هیواد مشرانو جرګې د اجباري ودونو ضد قانون تصویب کړ چې له مخې یې هغه کس چې په خپل هیواد کې یې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمر کې واده کړی د الحاق له امتیازاتو محرومېږي.

بریتانیا

بریتانیا کې هم د واده له پاره لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله دی. خو تر اوسه د کم عمره واده شویو بهرنیانو په اړه کوم قانون نه شته.

 

نورې ليکنې