کډوال یوه کشتۍ کې د ترکیې او یونان ترمنځ سفر کوي، کرېډېټ: يو پاکستاني مهاجر
کډوال یوه کشتۍ کې د ترکیې او یونان ترمنځ سفر کوي، کرېډېټ: يو پاکستاني مهاجر

د پاکستان او افغانستان څخه په ناقانونه طريقو اروپا ته تښتېدونکي زياتره تنان له انساني قاچاق وړونکو سره د ټولنيزو رسنيو له لارې تماس نيسي او د سفر لګښت او نورو معاملاتو په اړه پرېکړې کوي.

اروپا ته په ناقانونه طريقو رسېدلي پاکستانيانو کډوال نيوز ته وویل چې له انساني قاچاق وړونکو سره د تماس او خبرو خوندې لاره د فېسبوک مېسنجر دی. 

دوی وايي چې د پاکستان او افغانستان د پښتنو سیمو خلک په لومړي پړاو کې پښتنو قاچاق وړونکو سره د فېسبوک له لارې تماس نيسي او هر کله چې د دوی تر منځ معاملات ترسره شي نو وطن پرېښودونکي ايران ته رسولی شي او د انساني قاچاق نړيوالو شبکو ته سپارل کېږي.

د پاکستان کوهاټ سيمې څخه په ناقانونه لار اروپا ته رسيدلي يو تن د نوم نه ښودلو په شرط کډوال نيوز ته وویل: «د قاچاقبر سره لومړی تماس ما د فېسبوک ذريعه کړی و او هر کله چې هغه سره ما خبره ختمه کړل نو د هغه په لارښود زه جلال آباد ته لاړم او نورو ايجنټانو سره مېلاو شوم او دغه رنګ ما خپل سفر پېل کړ 

هغه وويل چي دوی شاوخوا دولس تنان د ايران په لار اروپا ته تللي وو او د سفر دوران ټولو ملګرو څرګندونې وکړې چې دوی د قاچاقبرو سره رابطې د ټولنيزو رسنیو له لارې کړې وه.

د قاچاقبرانو سره له ټولنيزو رسنيو له لارې تماس نيول څه ګران کار نه دې، بس د هغوی د فېسبوک پته اخیستل او خبره ورسره کول وي. حتی هغوی دا پوښتنه هم نه کوي چې ګني د دوی په اړه معلومات د چا نه ترسره کړي شوي دي.

د مثال په توګه کډوال نيوز ترکيه کې مېشته يو افغان قاچاق وړونکي سره د فېسبوک له لارې تماس ونيو او اروپا ته د تللو خبرې یې ورسره وکړې. د فېسبوک پته المان ته تلي يو پاکستاني نه ترلاسه کړې شوې وه.

د ليکلي پيغام په ځواب کې د قاچاق وړونکي اېجنټ سره په مېسنجر کال خبرې وشوې. هغه وويل: «له کوټې (بلوچستان) څخه تر المانه پورې د يو کس په سر لس لکه روپۍ خرچه به راځي؛ دوه لکه روپۍ به ترکيه کې ادا کوي؛ دوه لکه بلغاريه کې؛ او باقي پیسې به جرمني ته رسېدلو باندې ورکويياد اېجنټ د لارې د سفر د ستونزو په اړه وويل: «د شپې پر مهال په کړمو او کګو وګو لارو پېدل تګ به پکې وي؛ د سفر دوران به لوګي تندي هم راځي خو د ژوند خطر به پکې نه وي

له قاچاق وړونکي سره تماس


 

نورې ليکنې