بوسنیايي پولیس له کډوالو سره، کډوال نیوز
بوسنیايي پولیس له کډوالو سره، کډوال نیوز

د بوسنیایي چارواکو په حواله د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۴مه نېټه) د کډوالو او بوسنیایي پولیسو ترمنځ شخړه له هغې وروسته رامنځته شوه چې ځینې کډوال غوښتل د دې هیواد له شمال لوېدیځ سرحد نه تېر شي او کروېشیا ته داخل شي.

بوسنیا کې په زرګونو کډوال چې له اسیایي او افریقایي هیوادونو څخه تښتېدلي په سړکونو کې ژوند کوي. په داسې حال کې چې ژمی په را رسېدو دی بوسنیا کې کډوال د خپل وضعیت په اړه اندېښمن دي.

اکثریت هغه کډوال چې بوسنیا کې اوسېږي هیله لري چې د کروېشیا له لارې اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي.

بوسنیایي پولیسو او کډوالو ترمنځ له شخړې وروسته له بوسنیا سره د کروېشیا سرحد د دې هیواد د پولیسو له خوا وتړل شو. ویل کېږي چې سیمه کې د پولیسو ۸ موټرونه ولاړ وو.

د رویترز په حواله په یاده شخړه کې ځینې کسان ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې دوه پولیسان هم دي.

په همدې حال کې د پولیسو او کډوالو ترمنځ له شخړې وروسته د کروېشیا لومړي وزیر اندرې پلېنکوفیک اعلان وکړ چې یاده سیمه کې باید نور سرتېري واستول شي.

نوموړی رسنیو ته وویل: «کروېشیایي سرتېري د نړیوالو او بشري حقونو په پام کې نیولو سره زموږ سرحدونه ساتي.»

په یوه بل خبر کې راغلي چې د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۲۳مه نېټه) په یوه بله پېښه کې د بوسنیایي پولیسو او کډوالو تر منځ شخړه له هغې وروسته رامنځته شوه چې شاوخوا ۲۵۰ کډوال غوښتل د دې هیواد له سرحد نه تېر شي.

سږ کال شاوخوا ۱۶۰۰۰ افغاني، پاکستاني، ایراني، سوریایي او مراکشي کډوال له بوسنیا څخه تېر شوي. خو ویل کېږي چې تر اوسه نژدې ۵۰۰۰ نور کډوال د دې هیواد د بیهاچ او ولیکا کلادوشا په ښارونو کې بند پاته دي.

بوسنیایي چارواکي وایي چې بیهاک کې له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کسانو ته د پوهنتون په یوه ښارګوټی کې د اوسېدو ځایونه ورکړل شوي. 

سره له دې چې بوسنیا له اروپایي هیوادونو څخه مالي مرستې ترلاسه کوي، تر اوسه د دې هیواد د بیهاک په سیمه کې د کډوالو له پاره د منلو مرکزونه نه شته.

ځینې ځایي سازمانونه وایي چې د ژمی په را رسېدو سره د کډوالو د ژوند وضعیت لا هم خرابېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ یو ویاند د سه شنبې په ورځ وویل: «څو میاشتې کېږي چې له بوسنیایي چارواکو سره د کډوالو په اړه خبرې کوو. خو لا تر اوسه مشکل حل شوی نه دی.»


 

نورې ليکنې