رویترز
رویترز

اروپایي اتحادیه کې کډوال کولی شي چې له یوه هیواده بل هیواد ته سفر کړي. خو د دې سفر له پاره ځینو سندونو ته اړتیا شته. کډوال نیوز تاسو ته معلومات درکوي.

فرانسه

۱) کډوال

الف) کوربه هیواد یا نورو اروپایي هیوادونو ته سفر کول

فرانسه کې منل شوي کډوال کولی شي چې په ازاده توګه د فرانسې نورو سیمو ته سفر کړي. دې هیواد کې د سفر کولو له پاره د حکومت اجازې ته اړتیا نشته.

مثال: اوفپرا یا د کډوالو اداره تاسو ته د قبولۍ سند درکوي. تاسې حق لرئ چې له قبولۍ وروسته د فرانسې ټولو ولایتونو ته سفر کړئ.

د فرانسې هغه دیپارتمنټونه چې له دریابو ور اخوا نومېږي (مارتینیک، ګوادلوپ، ګویان، ریونیون او مایوت) د فرانسې خاوره ګڼل کېږي. هغه کډوال چې اقامت کارټ لري کولی شي چې ټولو دیپارتمنټونو ته په ازاده توګه سفر کړي. فرانسه کې د سفر کولو له پاره د سفر سند (TVR) ته اړتیا شته.

د اروپایي اتحادیې نورو هیوادونو ته د سفر کولو له پاره کډوال ویزې ته اړتیا نه لري. 

ب) له اروپا نه بهر ته سفر کول

کډوال حق لري چې له اروپایي اتحادیې څخه بهر ته سفر کړي. د دې سفرونو له پاره تاسې ځینو اسنادو ته اړتیا لرئ.

- د سفر سند (TVR)

اقامه لرونکي کډوال کولی شي چې فرانسه کې د پولیسو له قوماندانۍ څخه د سفر سند وغواړي.

په دې سند کې لیکل شوي چې کډوال کومو هیوادونو ته تللای شي او کومو هیوادونو ته نه شي تللای. کډوال نه شي کولی چې له دې سند سره خپل اصلي هیواد ته سفر کړي.

- د هویت او د جانبي ساتنې له پاره د سفر سند (TIV)

دا سند هغو کسانو ته اړین دی چې په فرانسه کې له جانبي ساتنې څخه برخمن کېږي.

د دواړو سندونو د تر لاسه کولو له پاره کډوال باید د پولیسو قوماندانۍ ته مراجعه کړي او لاندې سندونه له ځان سره ولري: اقامت کارټ، عکسونه، د اوسېدو ځای سند، د پوستې ټېکس.

۲) پناه غوښتونکی

فرانسه کې پناه غوښتونکي کولی شي چې د پناه غوښتلو پر مهال د فرانسې نورو سیمو ته سفر کړي. خو دوی حق نه لري چې نورو اروپایي هیوادونو ته لاړ شي.

استثنایي حالت: که پناه غوښتونکي د ډوبلین ۳ د  قواعدو لاندې وي – معنا یې دا چې کورنۍ یې په یو بل اروپایي هیواد کې وي او نوموړی وغواړي چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي – نو په دې حالت کې حق لري چې سفر کړي. همداراز په عاجلو حالاتو کې – د بېلګې په توګه د وخیمو ناروغیو پر مهال – پناه غوښتونکي حق لري چې بهر ته سفر کړي.  

۳) بې سنده مهاجر

اروپایي هیوادونو ته د سفر کولو له پاره د سفر اسنادو ته اړتیا شته. که له کډوالو سره د سفر سندونو نه وي، نو پولیس کولی شي چې د ۲۴ ساعتونو له پاره یې توقیف کړي. که د کډوالو وضعیت نامعلوم وي، نو په دې حالت کې د پولیسو قومندانۍ کولی شي چې هغوی ته د فرانسې له خاورې نه د وتلو سند صادر کړي.

بریتانیا

۱) کډوال

بریتانیا کې منل شوي کډوال حق لري چې نورو هیوادونو ته سفر کړي. خو د دې سفر له پاره د سفر سند (Refugee Travel Document) ته اړتیا شته. اوس مهال بریتانیا کې د سفر سند لرونکي مهاجر حق لري چې د شېنګن زون ځینو هیوادونو ته لاړ شي. مهاجر د خپل سفر پر مهال باید خپل اقامت کارټ او د سفر سند له ځان سره ولري.

له اروپا نه بهر ته د سفر کولو له پاره کډوال لومړی باید وګوري چې ایا ویزې ته اړتیا لري که نه.

۲) پناه غوښتونکی

بریتانیا کې پناه غوښتونکي حق نه لري چې د پناه غوښتلو پر مهال نورو اروپایي هیوادونو ته سفر کړي. که چېرې پناه غوښتونکی د پروسې پر مهال له بریتانیا نه ووځي نو معنا یې دا ده چې د پناه غوښتنه یې لغو کېږي.  

د یادونې وړ ده چې پناه غوښتونکي حق لري د بریتانیا نورو سیمو ته سفر کړي.

بلجیم

۱) کډوال

بلجیم کې منل شوي کډوال حق لري چې نورو هیوادونو ته سفر کړي. د دې سفر له پاره کډوال باید د بلجیم الکټرونیک کارټ او د مهاجرو له پاره د سفر سند یا آبي پاسپورټ له ځان سره ولري. د آبي پاسپورټ د ترلاسه کولو له پاره کډوال باید د پاسپورټ ولایتي دفترونو ته مراجعه وکړي.

نورو هیوادونو ته د سفر کولو له پاره کډوال باید وګوري چې ویزې ته اړتیا لري که نه.

۲) پناه غوښتونکی

بلجیم کې پناه غوښتونکي حق لري چې د پناه غوښتلو پر مهال د دې هیواد نورو سیمو ته په ازاده توګه سفر کړي. خو باید په پام کې ونیسئ چې پناه غوښتونکي نه شي کولی نورو هیوادونو ته سفر کړي.

۳) بې سنده مهاجر

بلجیم کې بې سنده مهاجر د سفر حق نه لري او کېدای شي چې د پولیسو له خوا توقیف شي.

جرمني

۱) کډوال

جرمني کې منل شويو کډوالو ته د مهاجرو له پاره د سفر سند (Reiseausweis für Flüchtlinge) ورکول کېږي. همداراز جرمني کې هغه کسان چې د جانبي ساتنې څخه برخمن کېږي کولی شي چې د بهرنیانو له پاره د سفر سند (Reiseausweis für Ausländer) ترلاسه کړي. بهر ته د سفر کولو له پاره کډوال باید د سفر سند او د جرمني اقامت کارټ له ځان سره ولري.

۲) پناه غوښتونکی

جرمني کې پناه غوښتونکي مکلف دي چې د پناه غوښتلو په درېو لومړیو میاشتو کې هغه فدرال ایالت کې پاته شي چېرې چې دوسیې یې څېړل کېږي. په ځینو مواردو کې دوی حتی حق نه لري چې له یوې ځانګړې سیمې څخه هم ووځي.

۳) بې سنده مهاجر

جرمني کې بې سنده مهاجر حق نه لري چې سفر کړي او کېدای شي چې د پولیسو له خوا توقیف شي.

سویډن

۱) کډوال

سویډن کې منل شوي کډوال حق لري چې اقامت کارټ او د سفر سند ترلاسه کړي. دوی کولی شي چې د اقامت کارټ او د سفر سند په لرلو سره نورو هیوادونو ته سفر کړي.

۲) پناه غوښتونکی

سویډن کې پناه غوښتونکي حق نه لري چې د پناه غوښتلو پر مهال نورو هیوادونو ته سفر کړي. خو دوی کولی شي چې د سویډن نورو سیمو ته لاړ شي.

۳) بې سنده مهاجر

سویډن کې هم بې سنده مهاجر حق نه لري چې سفر کړي او ممکن دی چې د پولیسو له خوا توقیف شي.

 

نورې ليکنې