بایون ښار، اتورکینکن باب
بایون ښار، اتورکینکن باب

د ۲۰۱۸ له سپټمبر میاشتې راهیسې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ کډوال د فرانسې بایون سیمې ته رسېږي. دې ښار کې د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه د ور رسېدونکو کډوالو له پاره د هرکلي یو عاجل مرکز پرانیستل شو.

د ۲۰۱۸م کال له پیل راهیسې هره ورځ ګڼ شمېر کډوال بایون ښار ته رسېږي. خو په دې وروستیو میاشتو کې بایون ته د ور رسېدونکو کډوالو شمېر زیات شوی دی. د اتورکینکین باب (Etorkinekin Bab) د ډلې یوه غړی انیک سابارو کډوال نیوز ته وایي: «له سپټمبر میاشتې راهیسې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ کډوال بایون ته راځي. دا په داسې حال کې چې تېر اوړی د را رسېدونکو کډوالو شمیر لږ و.» بایون کې اکثریت کډوال له افریقایي هیوادونو سره تړاو لري.

خو هغه کډوال چې بایون ته رسېږي نه غواړي چې دې ښار کې پاتې شي، هیله یې دا ده چې نورو فرانسوي ښارونو ته لاړ شي. بایون له هسپانیا سره ګډ سرحد لري او یو ترانزیټي ښار بلل کېږي.

انیک سابارو وایي: «کډوال غواړي چې پاریس، نانټ، بوردو او یا تولوز ته لاړ شي.» ځینې یې هم غواړي له خپلو کورنیو سره یو ځای شي چې په بلژیک یا جرمني کې ژوند کوي.

بایون کې ځینې ښاریان د یادو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښمن دي. دوی کډوالو ته خواړه او کالي ورکوي او محصلان هم له کډوالو سره په اداري چارو کې مرسته کوي.

په همدې حال کې د بایون ښاروال ژان – رنې اېشګري فرانس ۳ ته ویلي: «کله چې تاسې د یو ښاروال په صفت له کډوالو سره مخامخ کېږئ، اصلاً مهم نه دی چې دوی ترانزیټي کډوال دي که نه.»

بایون کې د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه د ور رسېدونکو کډوالو له پاره د هرکلي عاجل مرکز پرانیستل شو.

د ابې پییر د سازمان یوه غړی کریستیان مورا د دې مرکز په اړه وایي: «دې ځای کې کډوال کنارابونو او شاورونو ته لاس رسی لري. دلته هغوی ته خواړه هم ورکول کېږي.»

د ۲۰۱۸م کال له پیل راهیسې شاوخوا ۴۵۰۰۰ کډوال له هسپانیا څخه فرانسې ته ننوتلي دي.


 

نورې ليکنې