د پنجاب ولايت ګجرات سيمې سره تعلق لرونکی ۳۰ کلن سيد کاظم حسین شاه له تېرو څلورو مياشتو راهیسې په اروپا کې بې درکه دی. د هغه کورنۍ د اروپايي ټولنې او په ځانګړې توګه د ايټاليا او يونان له دولتونو څخه غوښتنه کړې چې د دوی د زوی درک دې ولګوي.
د هغه د کورنۍ تر مخه سيد کاظم حسین شاه په ۲۰۱۶ کې يونان ته په ناقانونه طريقو تللی و او د دې کار له پاره هغه د پنجاب قاچاقبرانو ته پېسې ورکړي وې. په يونان کې دوه کاله پاتې کېدو نه پس هغه ايټاليا ته د تللو فېصله وکړه او يو افغان قاچاق وړونکی سره يې معامله وکړه.
د کاظم شاه مشر ورور سيد قاسم شاه څوک چې په المان کې ژوند کوي کډوال نيوز ته د تېلېفون له لارې وويل: «يو افغانی قاچاقبر چې بشير احمد وردک نومېده، کاظم شاه نه د يونان څخه ایټاليا ته اړولو له پاره ۶۰۰ يورو واخيستې. خو هغه خپل منزل ته نه دی رسېدلی.» قاسم شاه زياته کړه چې هر کله هغه د بشير وردک سره تماس ونيو نو هغه ورته وويل چې کاظم شاه څلور مياشتې مخکې ايټاليا ته لېږل شوی دی. د دې نه پس د بشير وردک شمېره تړل شوې ده او د هغه سره د فېسبوک له لارې هم رابطه نه کېږي.
د کاظم شاه خپلوان د ګجرات په کوټله قاسم شاه نومي ځای کې ژوند کوي او ويره څرګندوي چې د دوی د کورنۍ غړی چېرته نړيوال قاچاق وړونکو شبکو له خوا نيول شوی يا وژل شوی نه وي - کومې شبکې چې د دوی په خيال د يونان او ايټاليا تر منځ سرحدي سيمو کې فعالې دي.
د هغه پلار سيد خادم حسین شاه څوک چې يو تقاعد شوی پوځي عسکر دی د اروپايي ټولنې او په ځانګړې توګه د ايټاليا او يونان د حکومتونو څخه غوښتنه کوي چې «مهرباني وکړئ او زموږ بچې وپلټئ.»
هغه زياته کړه چې «کاظم زموږ سره وروستی ځل اړيکه د جولای په لومړۍ نېټه ونيوه کله چې هغه په يونان کې و. له هغه وروسته د هغه شمېره تړل شوې.»
د ورک شوی ځلمی کورنۍ وايي چې څه موده وړاندې په پاکستان کې د هغه کوژده شوې ده او چنغله يې د خپل چنغل د خېر خبر په انتظار کې ده.
خادم حسین زياته کړه چې د دوی د علاقې ګڼ شمېر خلک په اروپا کې ژوند کوي او ډيرو تنانو د هغه د زوی د لټولو هڅې کړې، خو د هغه تر اوسه پوري څه پته نه ده لګېدلې. هغه وايي چې مېرمن يې ځان په ژړا مړ کړو چې څوک د بچې خبر راوړي او په دې امېد خپلې ورځې شپې سبا کوي. هغه زياته کړه: «موږ په انتظار يو چې څوک د کاظم شاه خبر راوړي، که ښه وي او که بد، خو چې زړونه هم صبر شي.»