د اتریش لومړۍ وزیر او د مسیحي ډموکرات ګوند مشر سبستیان کورڅ/ رویترز، هاینز پېتر بادر
د اتریش لومړۍ وزیر او د مسیحي ډموکرات ګوند مشر سبستیان کورڅ/ رویترز، هاینز پېتر بادر

د اتریش حکومت نن د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ چې غواړي د ملګرو ملتونو له هغه تړون څخه ووځي چې د مهاجرو په اړه دی. د اتریشي چارواکو په وینا دا پرېکړه د ډسمبر په میاشت کې تصویبېږي. اتریش وایي چې غواړي د دې هیواد له خپلواکۍ څخه دفاع وکړي.

د اتریشي چارواکو په یوه خبرپاڼه کې راغلي: «اتریش نه غواړي چې د ملګرو ملتونو هغه تړون لاسلیک کړي چې د کډوالو په اړه دی.»

له څو اونیو راهیسې اتریش کې محافظه کار ګوند په دې هڅه کې و چې یاد تړون د دې هیواد د چارواکو له خوا بایکوټ کړل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو یاد تړون د جولای په میاشت کې د نورو اروپایي هیوادونو له خوا لاسلیک شو. خو بیا هنګري وویل چې له تړون نه وځي.

اټکل شوې ده چې یاد تړون د ډسمبر په میاشت کې په مراکش کې تصویب شي.

د یاودنې وړ ده چې له دې نه وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو تړون د هنګري، پولنډ او د متحده ایالاتو له خوا رد شوی و. 

د یاد تړون له مخې اروپا کې د کډوالو کړکېچ د حل له پاره نړیوالو همکاریو ته اړتیا شته. دې تړون کې د بشري حقونو د رعایتولو په اړه هم ځینې قواعد درج شوي دي.

 


 

نورې ليکنې