کرېډېټ: له ویډیو څخه، استفان ریشتر
کرېډېټ: له ویډیو څخه، استفان ریشتر

هنګري کې هغه خبریاله چې له یوه نارینه کډوال سره یې د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په میاشت کې ناوړه چلند کړی و د محکمې له خوا بې ګناه وګڼل شوه.

پترا لزلو د ۲۰۱۵م کال په سپټمبر میاشت کې د هنګري او سربیا یوې سرحدي سیمې ته تللې وه څو د ناقانونو کډوالو په اړه رپوټ جوړ کړي.

خو د سیمې په ویډيوګانو کې معلومېږي چې نوموړې یوه نارینه کډوال ته چې ماشوم یې په غیږ کې او له پولیسو په تښته کې دی، خپله پښه ږدي او هغه په ځمکه را غورځوي.

هغه مهال دا ویډیو پر انټرنټي پاڼو خپره شوه او د یادې خبریالې دا کار د خلکو له خوا وغندل شو. 

د روان کال سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۳۰مه نېټه) د بوداپست ستره محکمه اعلان وکړه چې د پترا لزلو دا عمل د اخلاقي قواعدو پر اساس د غندنې وړ دی خو جرم نه ګڼل کېږي.

هغه سوریایي کډوال چې د یادې خبریالې د عمل په خاطر په ځمکه راغورځولی و اوس هسپانیا کې ژوند کوي.



 

نورې ليکنې