د حمایت روغتیایي مرکز یوه بنسټ اېښودونکې باربارا پریتلر، کډوال نیوز
د حمایت روغتیایي مرکز یوه بنسټ اېښودونکې باربارا پریتلر، کډوال نیوز

د اتریش په ویانا ښار کې د «حمایت» په نوم یو روغتیایي مرکز هغو کډوالو ته روغتیایي مشورې ورکوي چې له اروایي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. یاد مرکز له ۲۴ کلونو راهیسې د اتریش په پلازمینه کې فعالیت کوي.

حمایت روغتیایي مرکز په ۱۹۹۵ کې د هغو کډوالو له پاره جوړ شو چې د بالقان له جګړې په تښته وو. له هماغه وخت راهیسې دې مرکز کې د جګرو قربانیانو ته روغتیایي مشورې ورکول کېږي.

«حمایت» د اتریش پلازمینې په شمال لوېدیځ سیمه کې موقعیت لري او هره ورځ له ناروغو کډوالو ډک دی. مرکز ته مراجعه کوونکو معمولاً له افغانستان، سوریې، ایران، چېچېنا، عراق او سومالیې سره تړاو لري.

د حمایت مرکز یوه ارواپوهه او بنسټ اېښودونکې باربارا پریتلر کډوال نیوز ته وایي: «اتریش کې داسې سازمانونه شته چې په اداري او قضایي چارو کې له کډوالو سره مرسته کوي. خو زموږ د مرکز موخه بالکل جلا ده: موږ ناروغو کډوالو ته رواني مشورې ورکوو. هدف مو دا دی چې کډوال خپل ځان په امن کې احساس کړي.»

حمایت کې ۴۷ ارواپوهان او تر لسو ډېر ژباړونکي کار کوي. د حمایت د مرکز ژباړونکي له کډوالو سره په پښتو، فارسي او عربي خبرې کوي. ځینې یې هره ورځ مرکز ته راځي او ځینې یې هم یوازې د څو ساعتو له پاره.

حمایت روغتیایي مرکز د اتریش په پلازمینه کې موقعیت لري، کډوال نیوز

«اروپا نور د هوساینې ځای نه بلل کېږي»

باربارا پریتلر وایي: «کډوال د بېلابېلو لاملونو له کبله معمولاً په عصبي فشار او استرس اخته دي. ځکه اروپا ته را تلل اسان کار نه دی. په لاره کې تاوتریخوالی ډېر شوی او ګڼ شمېر کډوال مري. ځینې کډوال هم شکنجه کېږي.»

د حمایت د روغتیایي مرکز مسئوله سیسیلیا هایس وایي چې تېر کال شاوخوا ۱۳۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي د دې مرکز ارواپوهانو ته مراجعه کړي.

خو په همدې حال کې بارابارا پریتلر ټینګار کوي چې له ناروغو کډوالو سره کار کول اسان نه دی، ځکه لومړی باید د هغوی وضعیت «ثابت» شي. نوموړې دا مني چې پناه غوښتونکي په اروپا کې له نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي: اداري اندېښنې، عصبي فشار، توکم پالنه، نامعلوم راتلونکی او...

د حمایت د انتظار په سالون کې، کډوال نیوز

آغلې پریتلر وایي: «اتریش کې د کډوالو د ژوند وضعیت ښه نه دی. کله چې دوی ویانا ته رسېږي، د هغوی د ژوند یو نوی پړاو پیلیږي: اتریش کې پاته کېدل، د قبولۍ سند، له صفر څخه د ژوند پیلول، نوې ژبه، ټولنه کې موجوده توکم پالنه او د ادغام مشکل... اوس خو سرحدونو هم تړل کېږي. معنایې دا چې اروپا نور د هوساینې ځای نه بلل کېږي.»

نوموړې د اتریش د لومړي وزیر سباستیان کورڅ هغه سیاست ته اشاره کوي چې له مخې یې د شېنګن بهرني سرحدونو باید وتړل شي.

شاوخوا ۶۰۰ کډوال په نوملړ کې دي

سیسیلیا هایس د حمایت مرکز په اړه وایي: «اوس ۶۱۶ کسان د درملنې په انتظار دي. پوهېږو چې دوی مرستو ته اړتیا لري خو موږ له بودجوي ستونزو سره مخامخ یو.»

«حمایت» اوس د خصوصي سازمانونو لکه د بې سرحده ډاکټرانو سازمان له خوا تموېلېږي. خو یاد مرکز د اتریش د کورنیو چارو وزارت او د اروپایي اتحادیې مالي مرستو ته هم اړتیا لري. دې مرکز کې اوس مهال د کم سنه کډوالو د درملنې له پاره ۱۸۸۰۰۰ یورو مصرف کېږي. د ۸۸ پاتې شوي ماشومانو له پاره ۷۰۰۰۰ یورو ته اړتیا شته.

د حمایت روغتیایي مرکز مسئوله سیسیلیا هایس، کډوال نیوز

 

نورې ليکنې