د تونس ولسمشر باجي قايد سبسي ويلي چې هيواد به يې په خپله خاوره کې د اروپايي اتحاديې له پاره باندني مهاجر کمپونه جوړ نه کړي.
ولسمشر باجي قايد سبسي د آلمان ږغ ته وويل چې هيواد يې په بشپړه توګه خوندي دی. دا د هغه باوجوده چې دغه اونۍ د تونس په پلازمېنه کې يو بريد تر سره شو.
سبسي يادې څرګندونې په برلين کې د افريقايي هيوادونو د تجارت په تړاو په سرمشريزه کې وکړې. دغه ۹۱ کلن سياستوال د آلمان ږغ ديما تارهيني سره په مرکه کې وويل چې د اروپايي اتحاديې له پاره په تونس کې د مهاجر کمپونو جوړول «له سوال څخه وتلې خبره ده.»
هغه زياته کړه: «تونس د زياتو اروپايي هيوادونو په پرتله د مهاجرت سره زياته تجربه لري. د ليبيا د انقلاب وروسته تر ۱،۳ مليونو څخه زيات مهاجر د ليبيا له بېلو برخو څخه و تونس ته راغلل. له ښه مرغه چې له هغوی څخه اکثريت زموږ په مرسته بېرته خپل هيواد ته ستانه شول. اروپا دا ډول حالت هېڅ نه دی ليدلی. بل موږ د اروپا په شان د مهاجرو د لومړيو کمپونو د جوړولو امکانات نه لرو. په دې ترڅ کې هر هيواد بايد د خپلې برخې بار پورته کړي.»
سبسي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې اروپايي اتحاديه د شمالي افريقا د هيوادونو الجزاير، مصر، ليبيا، تونس، نايجر او مراکش سره د مهاجرت په برخه کې د زياتې همکارۍ هيله لري. د روان میلادي کال په پېل کي د اروپايي اتحاديې د مهاجرت کميسار د داسې پلان اعلان کړی ؤ چې له مخې يې بايد د اروپا له پولو څخه ليري «سيميز باندني مهاجرو کمپونه» جوړ کړل شي. د هغه وړانديز دا ؤ چې افريقايي هيوادونه به دغه له اروپايي اتحاديې څخه دباندي مهاجر کمپونه اداره کوي تر څو چې پکښې د ځای پر ځای پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې دوسيې څېړل کېږي. تونس تر مخه لا د دا ډول يو پلان مخالفت کړی ؤ.