اتریش کې اف. سي. امادو د کډوالو یوه لوبډله ده، کډوال نیوز
اتریش کې اف. سي. امادو د کډوالو یوه لوبډله ده، کډوال نیوز

د اتریش په پلازمینه کې د سوریایي کډوالو یوه ډله هڅه کوي چې د فوټبال له لارې ځان ته په ټولنه کې د ادغام زمینه برابره کړي. کډوال نیوز تاسو ته معلومات درکوي.

اف. سي. امودا (FC Amouda) اتریش کې د سوریایي کډوالو یوه لوبډله ده. یاده لوبډله هره اونۍ د ویانا په سوېل ختیځ سیمه کې لوبه کوي.

د اف. سي. امودا مسئول او بنسټ اېښودونکی کمیل همبر کډوال نیوز ته وایي: «زموږ لوبډله په ۲۰۱۵ کې جوړه شوه. په لومړیو ورځو کې ستونزې ډېرې وې. خو اوس زموږ لوبډله ۳مې کچې ته پورته شوې. په سیالیو کې هم ګډون کوو.»

نړیواله ژبه

کمیل همبر وایي چې اف. سي. امودا دوه نور بنسټ اېښودونکي هم لري او هغه یوازې نه دی. نوموړی زیاتوي: «له ۱۲ کلونو راهیسې اتریش کې اوسېږم. له کډوالو سره اشنا یم او پوهېږم چې ستونزې یې څه دي. اروپا کې په ځینو مواردو کې کډوال په نشو اخته کېږي. خو که دوی سپورټ وکړي نو بیا له نورو ارزښتونو سره اشنا کېږي، لکه ملاتړ او له یو بل سره مرسته کول. همداراز دوی به وپوهېږي چې روغتیا مهمه ده.»


خو فوټبال د نورو ستونزو د هوارولو له پاره هم ښه دی. د اف.سي. امودا یوه ۲۱ کلن لوبغاړي روان زولفو وایي: «اتریش کې په لومړیو ورځو کې ژوند ډېر سخت و. نوې ژبه، نوی کلتور، اداري ستونزې... خو له فوتبال سره هر شی ښه کېږي.» زولفو چې اوس په سیالیو کې ګډون کوي، زیاتوي: «فوتبال زما ژوند دی. فکر کوم چې فوټبال ټولنه کې د ادغام زمینه برابروي. ځکه فوټبال یوه نړیواله ژبه ده.»

روان زولفو هیله لري چې ډاکتر وشي. خو هغه وایي چې لومړی باید الماني زده کړي. 

داسې یوه لوبډله چې په کې کردي او عرب کډوال یو ځای دي

د اف. سي. امودا یو بل لوبغاري ابو اراس هم په دې نظر دی چې فوټبال کډوالو ته د ادغام زمینه برابروي. نوموړی د اف. اس. امودا یو بل بنسټ اېښودونکی دی او یوازې څلور کاله کېږي چې اتریش ته راغلی. ابو اراس وایي: «تر اوسه د کار زمینه را ته برابره شوې نه ده. ځکه په الماني ژبه خبرې کولی نه شم. اوس فوتبال زما ژوند دی.»

ابو اراس پر خپلې لوبډله ویاړي: «دې لوبډله کې کله په عربي ژبه خبرې کوو او کله په کردي. موږ سیاسي خلک نه یو. یوازې لوبه کوو.» نوموړی وایي چې اف.اس. امودا یوازنۍ هغه لوبډله ده چې په کې کردي او عرب کډوال یو ځای دي.

د اف.اس. امودا لوبډله په ۲۰۱۷ کې اتله او دریمې کچې ته پورته شوه. خو اوس له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. کمیل همبر وایي: «موږ د دې لوبډلې بنسټ اېښودونکي یو او سیالیو کې د ګډون له پاره هر کال ۱۰۰۰ یورو ورکوو. اوس په دریم پړاو کې یو خو په دویم پړاو کې د ګډون بیه لوړېږي.»

نوموړی هیله لری چې په راتلونکو میاشتو کې مالي مرستې ترلاسه کړي.


 

نورې ليکنې