د کیوس په ټاپو کې د کډوالو یوه تړل شوی کمپ، کډوال نیوز
د کیوس په ټاپو کې د کډوالو یوه تړل شوی کمپ، کډوال نیوز

په ۲۰۱۸ کې د کډوالو شمېر د یونان او ترکیې په سرحدونو کې لوړ شوی دی. یوناني چارواکي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې د کډوالو په ډله کې کم عمره کسان هم شته.

د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر پورې ټولټال ۱۱۰۰۳ کسان د ترکیې او یونان له سرحدونو څخه تېر شوي دي. یونان کې د فیلاکیون د کمپ مشر ارینی لوګتیتي وایي چې سږ کال د کډوالو شمېر ۱۴۰ سلنې ته لوړ شوی دی.

فیلاکیون کمپ کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان مسئول مارګاریتیس پېتریزیکیس د فرانسې خبري اژانس ته وایي: «ستونزه دا ده چې د کډوالو په ډله کې کم عمره کسان هم شته.»

د یادونې وړ ده چې فیلاکیون کمپ کې اکثریت کډوال له عراق، افغانستان، سوریې، پاکستان او ترکیې سره تړاو لري.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان زیاتوي، چې یاد کمپ کې د ډسمبر په میاشت کې نوي ځایونه جوړېږي.

فیلاکیون کمپ کې کډوال یوازې د څلورو ورځو له پاره اوسېږي او له څېړنو وروسته نورو کمپونو ته استول کېږي. ښاغلی لوګتېري وایي چې هره ورځ حداقل ۶۰ کسان آټن او یا تېسالونیک ته انتقالېږي.


 

نورې ليکنې