د کالې ښار د فرانسې په شمالي سیمه کې موقعیت لري، مهدي شبیل
د کالې ښار د فرانسې په شمالي سیمه کې موقعیت لري، مهدي شبیل

برېتانیا کې ۲۱ کډوال چې ۱۱ تنو یې ماشومان دي په یوه لارۍ کې پیدا شوي. دوی له ویټنام سره تړاو لري او له فرانسې نه برېتانیا ته تللي دي.

د برېتانیا په نیوهون پل کې ۲۱ کډوال په یوه لارۍ کې پیدا شوي دي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۷مه نېټه وویل چې دغه لارۍ د فرانسې له شمال لوېدیځ سیمې څخه برېتانیا ته ورغلې ده.

د بي بي سي په حواله لارۍ کې پټ شوي کډوال له ویټنام سره تړاو لري.

د نیول شویو کسانو په ډله کې یو ۱۸ کلن سړی او یوه ۲۷ کلنه ښځه هم شته چې له برېتانیا نه اخراج شوي کډوال دي.

لارۍ چلونکی ۲۹ کلن انډروت میهاني دوما د انساني قاچاقو په تور نیول شوی دی. اټکل شوې ده چې ښاغلی دوما د نومبر پر ۲۶مه نېټه محکمې ته حاضر شي.

له څو کلونو راهیسې ګڼ شمېر ویټنامي کډوال د فرانسې په شمالي سیمه کې موجود دي. د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې د هغوی یو کمپ چې «ویټنام ښار» نومېده د پولیسو له خوا تخلیه شو.

د مېدیا پارت په خبره ویټنامي کډوال د ۱۵۰۰۰ او یا ۳۰۰۰۰ یورو په بدل کې له روسیې، بېلاروس، اکراین، پولنډ، چک، المان او فرانسې څخه تېرېږي ترڅو چې برېتانیا ته ورسېږي.


 

نورې ليکنې