رویترز، الیجاه نوولاج
رویترز، الیجاه نوولاج

امریکا کې افغان کډواله صفیه وزیر د دې هیواد په نیوهمپشایر ایالت کې ایالتي انتخابات وګټل. اغلې وزیر د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۶مه نېټه) خپل جمهوري غوښتونکی سیال دنیس سوسي ته له ماتې ورکولو وروسته د همپشایر په ایالتي ټاکنو کې بریالۍ شوه.

۲۷ کلنه صفیه وزیر له ۲۰۰۷ کال راهیسې د امریکا په متحده ایالتونو کې اوسېږي.

صفیه وزیر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه ازبکستان ته مهاجره شوه او په ۲۰۰۷ کال امریکا ته وکوچېده.

نوموړې په ۲۰۱۳ کې له کانکورډ لیسې فارغه شوه او په هماغه کال یې د امریکا تابعیت تر لاسه کړ.

اغلې وزیر اوس مهال له خپل مېړه او له خپلو دوو ماشومانو سره یو ځای د نیوهمپشایر ایالت په مرکز کنکورډ کې اوسېږي.

نوموړې د سپټمبر په میاشت کې د نیویارک ټایمز ورځپانې سره په یوه مرکه کې ویلي و چې د ټاکنو کمپاین سخت و خو بیا هم هغې د ګټلو هیله درلوده.

له لومړنیو ایالتي ټاکنو نه مخ کې د صفیې سیال ۶۶ کلن ډیک پاټن چې څلور دورې د ایالتي پارلمان غړی و ویلي و، چې نوموړې نه شي کولای چې په یو وخت کې هم مېندواره وي او هم وکیله شي. خو صفیه وزیر په ځواب کې ویلي و چې هغه کولای شي دواړو کارونو ته رسیدګي وکړي.

همداراز اغلې وزیر ویلي و چې که وکیله شي نو روغتیایي او ښوونیزو چارو ته لومړیتوب ورکوي. د هغې په خبره: «زه غواړم چې د هغو کسانو وکیله شم چې له ځان سره مرسته نه شي کولای. همداراز غواړم چې بدلون راوړم او خلکو ته ووایم چې دوی مجبور نه دي له نیو همپشایره ووځي.»

امریکا کې د سه شنبې پر ورځ د فدرال دولت د کانګرس د دواړو مجلسونو، د ایالتي اسامبلیو د استازو او د یو شمېر ایالتونو د والیانو د ټاکنې له پاره انتخابات وشول.



 

نورې ليکنې