۲۰۱۴: پاکستاني عیسویان د احتجاج په حال کې. کرېډېټ: فاروق نعیم/د فرانسې خبري اژانس
۲۰۱۴: پاکستاني عیسویان د احتجاج په حال کې. کرېډېټ: فاروق نعیم/د فرانسې خبري اژانس

د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۱۸ د اکټوبر پر ۳۱مه نېټه د یوې پاکستانۍ عیسوۍ د مرګ سزا لغوه کړه. نوموړې وروسته له هغې چې په ۲۰۱۰ میلادي کال یوې محکمې مقدساتو ته د سپکاوي په تور په اعدام محکومه کړه، اته کاله په بندي خانه کې ساتل کېده. اوس پوښتنه دا ده چي مقدساتو ته سپکاوی کول ایا په اروپا کې هم جرم او یا تخلف ګڼل کېږي که نه.

د چهارشنبې پر ورځ (د اکټوبر ۳۱مه نېټه) د پاکستان سترې محکمې د اسیه بي بي هغه سزا لغوه کړه چې له مخې یې نوموړې مقدساتو ته د سپکاوي په تور په مرګ محکومه شوې وه. خو د اسیه بي بي د خوشې شولو له امر وروسته د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې احتجاجونه پیل شول.

جرم که تخلف؟

کله چې څوک د خدای یا د نورو مقدساتو پر وړاندې خبرې کوي نو دا عمل ته مقدساتو ته سپکاوی کول وایي. په ځینو اسیایي هیوادونو کې مقدساتو ته سپکاوی جرم بلل کېږي او سزا یې مرګ دی. ایران، افغانستان، نایجریا، پاکستان، سعودي عربستان او سومالیا د دې هیوادونو په ډله کې دي.

خو په ځینو نورو هیوادونو کې مقدساتو ته سپکاوی جرم نه بلکې تخلف ګڼل کېږي او سزا یې نقدي جریمه ده. اروپا کې د شاوخوا لسو هیوادونو د قوانینو له مخې مقدساتو ته سپکاوی تخلف دی.

فرانسه کې د فرانسې د انقلاب پر مهال (۱۷۸۹) مقدساتو ته سپکاوی د بشر او د ښاریانو د حقونو له اعلامیې حذف شو. خو له څو مودې وروسته دا کار بیا د جرم په صفت وپېژندل شو. په ۱۸۸۱ کې مقدساتو ته سپکاوی یو ځل بیا خپل جرمي صفت له لاسه ورکړ. خو د فرانسې په الزاس – موزېل سیمه کې یاد عمل تر ۲۰۱۶ پورې جرم و.


المان کې مقدساتو ته سپکاوی

المان کې مقدساتو ته سپکاوی کول تر ۲۰۰۶ پورې کومه جدي موضوع نه وه. خو په ۲۰۰۶ کې د مانفرد وان په نوم یو کس مقدساتو ته د سپکاوي په تور محاکمه شو. همداراز په ۲۰۱۶ کې د فزیک یو مربي مقدساتو ته د سپکاوي په تور محاکمه او نقدي جریمې ته محکوم شو.

په هسپانیا او پورتګال کې د مقدساتو ته د سپکاوي پر وړاندې کوم قانون نه شته. خو برېتانیا کې وضعیت له نورو هیوادونو سره یو څه توپیر لري: د ګال په هیوادونو کې دا عمل جرم نه دی خو په اکوس او شمالي اېرلنډ کې جرم دی.

یونان کې په ۲۰۱۲ کې یو بلاګر فیلیپوس لویزوس مقدساتو ته د سپکاوي په خاطر په ۱۰ کاله حبس محکوم شو. خو د محکمې د دې پرېکړې پر وړاندې داسې احتجاجونه پیل شول چې په پایله کې د نوموړي جزا لغوه شوه.

هنر که قانون؟

ایټالیا کې د قانون له مخې د پېژندل شویو ادیانو پر ضد خبرې کول منع دی. په ۲۰۰۶ کې مشهوره لیکواله اوریانا فالاچي متهمه شوه چې په خپل کتاب کې یې د اسلام پر ضد خبرې کړې دي. نوموړې د قضایي تعقیب پر مهال مړه شوه.

پولنډ کې مقدساتو ته د سپکاوي په اړه کوم قانون موجود نه دی. خو بیا هم دا عمل تخلف ګڼل کېږي او جزا یې تر ۲ کاله زندان دی. په ۲۰۰۲ کې یو پولنډي هنرمن د یوې مجسمې په خاطر په دوه کاله حبس محکوم شو، خو د احتجاجونو په ترڅ کی یې برائت حاصل کړ.

د ترکیې په جزایي قانون کې مقدساتو ته سپکاوی جرم دی. په ۲۰۱۲ کې یو پیانیست فاضل سای خپل ټویټر پاڼه کې د مسلمانانو جنت ته د سپکاوي په تور په ۱۰ میاشتو زندان محکوم شو. خو د ترکیې ستره محکمه وویل چې د نوموړي کار د رسنیو د ازادي په نوم تر سره شوی او جرم نه دی.  

 

نورې ليکنې