د جاغوري او مالستان له ولسوالیو په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي، دویچه وېله
د جاغوري او مالستان له ولسوالیو په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي، دویچه وېله

جاغوري او مالستان کې د حکومت او طالبانو تر منځ د جګړې له امله په زرګونو کورنۍ له یادو ولسوالیو بې ځایه شوي او امنو سیمو ته تللي دي.

د بامیان والي محمد طاهر زهیر وایي چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۸۰۰ کسان دغه ولایت ته ننوتلي دي.

نوموړی په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د یادو خلکو هرکلی کوي، خو داسې معلومېږي چې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ممکن نور هم زیات شي.

هغه زیاته کړه: «که د بې ځایه شویو کسانو شمېر زیات شي نو ملي او نړیوالو مرستو ته اړتیا شته.»

د دویچه وېلې په حواله د جاغوري او مالستان یو شمېر اوسېدونکي لارو کې د ناامنیو له کبله د ناهور ولسوالۍ له لارې غزني ښار ته کډه شوي دي.  

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري اژانس د غزني د سره میاشت مشر حلیم نوري له خولې وایي، چې دې ښار کې حداقل ۲۰۰۰ کورنۍ په جوماتونو او هوټلونو کې شپه او ورځ تېروي.

یو شمېر بې ځایه شوي کسان وایي چې هغوی خواړه، سرپناه او ګرمې جامې نه لري او د مرستو په انتظار دي.

په همدې حال کې د دوشنبې په شپه په زرګونو کابل ښاریونو د غزني ولایت په دغو ولسوالیو کې د جګړې غبرګون کې لاریون وکړ. د هغوی په پرېکړه لیک کې راغلي چې حکومت دې په یادو ولسوالیو کې امنیت ټینګ کړي او جاغوري، مالستان او سنګچارک ته باید ډېر ژر هوایي ځواکونه ور ولېږي.

په پرېکړه لیک کې دا هم راغلي چې حکومت باید له بې ځایه شویو کسانو او ټپیانو سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د دوشنبې په ورځ د کابل ښار استقلال لیسې ته نژدې چاودنه وشوه. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې دې چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې درې لاریونوال هم شامل دي.


 

نورې ليکنې