د مهاجرینو د قاچاق په اړه نړیواله څېړنه ۲۰۱۸، يو اېن او ډي سي
د مهاجرینو د قاچاق په اړه نړیواله څېړنه ۲۰۱۸، يو اېن او ډي سي

د مهاجرینو د قاچاق په اړه نړیواله څېړنه (۲۰۱۸) ښيي چې نه يوازې پاکستانيان د خپل هيواد څخه په ناقانونه طريقو اروپا ته ځي بلکې پاکستان د افغانانو او ځینې بنګاليانو له پاره يوه مهمه ترانزيتي لار هم ده.

افغانان او بنګاليان اول پاکستان ته راځې او بيا وړاندې له ايران له لارې اروپا ته په ناقانونه لارو سفرکوي. د بنګله دېش اکثريت کډوال وړومبې هند ته ځي او بيا د اروپا او نورو هېوادونو سفر پېلوي خو ولې يو شمېر بنګاليان د پاکستان په لار هم کاروي. د رپور تر مخه «د ګڼ شمېر بنګاليانو د پاره پاکستان ترانزيتي لار ده.»

د مهاجرینو قاچاق په اړه نړیواله څېړنه (۲۰۱۸) ښيي چې اروپا د جنوب لوېدیځې آسیا د خلکو له پاره په زړه پورې ځای ګرځېدلی دی. زيات کډوال د افغانستان څخه پاکستان ته داخلېږې او د ايران او ترکيه څخه تېرېدو نه پس د ختيځ مدیترانې لار کې شامليږي. افغانان يا په انفرادي توګه او يا د خپلو کورنيو سره سفر کوي ولې پاکستانيان او ايرانيان زياتره نارينه ځوانان وي. ايران او پاکستان د افغانانو له پاره ترانزيتي لارې دي. زياتره افغانان د هرات په لار نېغ په نېغه ايران ته داخل شي ولې پاتې برخه کډوال د پاکستان په لار د اروپا سفر تړي.

په څېړنه کې ليکل شوي چې «افغانان پاکستان ته پېدل يا په بس کې داخلېږي. پاکستان کې دوی له پاره پېښور، کراچۍ او د کوټه ترانزيتي ښارونه دي د کومو نه چې دوی د ايران اسلامي جمهوريت طرف ته ځي. ايران ته ننوتلو نه پس پاکستانيان او افغان کډوال د تهران په لور سفر کوي.»

رپورټ کې وړاندې ليکل شوي چې افغانان د کابل او جلال اباد څخه راتېر شي او د تورخم په باډر واوړي او پېښور ښار ته رسي. د افغانستان نه تر پېښور پورې راتللو کې کډوالو ته د قاچابرانو ضرورت نه وي، ولې کوم افغانان چې د کندهار نه اول د بلوچستان ښار چمن او بيا کوټې ته ځي دوی د قاچاق وړونکو خدمتونه ترسره کوي. پاکستان څخه زياتره کډوال د ايران زهدان ښار سره خوا کې سرحد نه په پټه توګه اوړي او وړاندې مشهد او بيا تهران ښار ته رسي. ځینې کډوال وړومبې د پاکستان د ساحلي سيمو نه د ايران اوبو ته ورسي او بيا د شيراز په لار تهران ته ځي.


اروپا ته تللو له پاره سفري لګښت

د يادې څېړنې مطابق افغانان لوېديځ اروپا ته د ځمکې په لار رسېدلو له پاره قاچاقبرو ته په اوسط ډول ۱۲۰۰۰ ډالره ورکوي ولې په هوايي لار خرچه د ۲۰۰۰۰ ډالرو نه تر ۲۵۰۰۰ ډالرو پورې ده. زياتره افغانان پاسپورتونه او نور سفري اسناد نه لري نو ځکه په دوی خرچه زياته راځي.

پاکستانيان د ځمکې له لارې اروپا ته رسېدلو له پاره قاچاق وړونکو ته د ۳۰۰۰ ډالرو نه تر ۸۰۰۰ ډالرو پورې ورکوي ولې په هوايي لار خرچه ۱۲۰۰۰ ډالرو نه تر ۱۸۰۰۰ ډالرو پورې ده. د يوې وروستۍ څېړنې له مخې پاکستانيان قاچاق وړونکو ته آلمان ته رسېدو له پاره ۱۱۰۰۰ ډالره، سويډن له پاره ۶۸۰۰ ډالره او يونان ته تللو له پاره ۴۰۰۰ ډالره ورکوي.


 

نورې ليکنې