د کالې سرحد، مهدي شبیل
د کالې سرحد، مهدي شبیل

د فرانسې په کاله ښار کې کم عمره ماشومان په دې هڅه کې دي چې په ناقانونه توګه برېتانیا ته لاړ شي. خو له فرانسې نه برېتانیا ته تلل اسان کار نه دی.

د برېتانوۍ ورځپاڼې انډېپنډېنت په حواله هغه کم عمره کډوال چې کاله کې ژوند تېروي او دوسیې یې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا ردې شوې په دې هڅه کې دي چې د مانش له سمندره تېر شي او برېتانیا ته ورسي. خو مشکل دا دی چې دوی له مجبورۍ قاچاق وړونکو ته مراجعه کوي.

د برېتانیا هیواد ۲۰۱۶ کې د ډبس د قانون له مخې ژمن شو چې هغه ۴۸۰ کم عمره ماشومان ومني چې کاله ښار کې برېتانیا ته د تلو په انتظار وو. خو د هغوی له ډلې یوازې ۲۲۰ تنو یې برېتانیا ته انتقال شول.

د بې سرحده ټولنیزو کارکوونکو انجمن وایي چې کاله کې ۴۲ ماشومان هغه کسان دي چې «پناه ته اړتیا لري» خو تر اوسه هېڅ یو یې برېتانیا ته نه دی رسېدلی.

د یاد انجمن په حواله کاله کې پاتې کډوال هڅه کوي چې په ناقانونو توګه برېتانیا ته لاړ شي. خو په ډېرو مواردو کې د قاچاق وړونکو په لومه کې لوېږي.

د له ماشومانو سره چلند په نوم یو مرکز وایي چې د ۲۰۱۶ کال له جولای تر ډسمبر پورې ۲۹۳ کم عمره کډوال برېتانیا ته رسېدلي. خو تر اوسه یوازې د ۱۰۳ کسانو ځایونه معلوم دي او ۱۹۰ تنو یې لادرکه دي.

«اصلي مسئله دا ده: پیسې لرئ که نه؟»

د انډېپنډېنت په خبره یو سوداني کډوال چې برېتانیا کې له یوې کورنۍ سره اوسېده په ۲۰۱۶ کې لادرکه شو. انډېپنډېنت د یو پروفیسور له خولې لیکي چې د نوموړي وضعیت په برېتانیا کې ښه نه و: مور یې ناروغه وه او کورنۍ یې پیسې نه درلودې.

انډېپنډېنت همداراز د یوه ۱۶ کلن هلک په هکله لیکي چې برېتانیا کې د قاچاق وړونکو له خوا برمته نیول شوی و ځکه پلار یې پیسې نه درلودې. نوموړی د پولیسو په مرسته له بنده خوشې شو.

د له ماشومانو سره چلند د مرکز یوې غړې په دې اند ده، چې هغه ماشومان چې هڅه کوي په ناقانونه توګه برېتانیا ته لاړ شي په لاره کې لادرکه کېږي. د هغې په خبره برېتانیا ته د تلو له پاره پیسې ته اړتیا شته. خو که پیسې نه وي نو کډوال له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي.

همداراز برېتانوۍ وکیله سارا جونز انډېپنډېنت ته وایي چې د برېتانیا هیواد کاله کې کم عمره کډوالو ته پام نه کوي.

په همدې حال کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې «تېر کال برېتانیا کې ۶۰۰۰ ماشومان د دولت د حمایتونو څخه برخمن شوي او ۵۲۱۸ نورو کسانو ته له کورنیو سره د الحاق ویزې ورکول شوې دي.


 

نورې ليکنې